نن د چاپېريال نړيواله ورځ ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سږ كال د چاپېريال په ورځ د كابل ښار په واټونو كې د هېوادوالو سره يو ځاى د ښار د پاكولو په چارو كې ګډون وكړ.

293300
نن د چاپېريال نړيواله ورځ ده.

په ۱۹۷۲م كال كې د ملګرو ملتونو سازمان د سويډن په پلازمېنه ستاكهولم كې د چاپېريال د نړيوال كنفرانس په پاى كې پرېكړه وكړه چې هر كال د جون د مياشتې ۵مه نېټه په ټوله نړۍ كې د چاپېريال د ورځې په توګه ولمانځل شي.
پدې ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې دولتي چارواكي، د مدني ټولنې استازي او هېوادوال د چاپېريال ساتنې، نظافت او ورته نورو چارو د ترسره كولو په موخه سره راټوليږي.


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سږ كال د چاپېريال په ورځ د كابل ښار په واټونو كې د هېوادوالو سره يو ځاى د ښار د پاكولو په چارو كې ګډون وكړ.
دا لومړى ځل دى چې د افغانستان ولسمشر د ښاروالۍ د تنظيفي كار كوونكو سره اوږه په اوږه د ښار پاكوونې په چارو كې ګډون كوي.


غني د تنظيفي كارګرانو او د هېوادوالو د تود هركلي سره مخامخ شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه