په میدان وردګ ولایت کې د استیناف په محکمې ډله ییز برید وشو
د افغانستان د میدان وردګ ولایت د استیناف په محکمې ډله ییز ځانمرګی برید وشو
288966
د افغانستان د میدان وردګ ولایت د استیناف د محکمې په ریاست ډله ییز برید وشو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید کوونکو لومړی د محکمې په مخکې ځانمرګی برید کړی او وروسته د پولیسو سره په نښته کې ښکیل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي خبري ویلي دي چې په برید کې دوه تنه پولیس او ۴ تنه ځانمرګي برید کوونکي وژل شوي دي.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی .
ویل کیږي پدې برید کې د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون درې تنه نور ټپیان شوي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی