ملي‌ امنیت په کابل کې د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله

د افغانستان د ملي‌ امنیت ادارې په کابل کې د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله

284048
 ملي‌ امنیت په کابل کې  د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله

د افغانستان د ملي  امنیت  ادارې  په پلازمینه کابل کې  د یوې سترې  فاجعې  مخه ونیوله.

د افغانستان  د ملي‌  امنیت ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي‌ دي  چې  په کابل کې  یو تن ځانمرګی برید کوونکو د چاودیدونکو توکو نه  د بار  یو موټر سره  یو ځای  ونیول شو.

په خبرپاڼه کې  ویل شوي‌ دي‌ چې  برید کوونکی  نن  د ماښام  په ساعتونو کې  د ملي‌ امنیت د منسوبینو لخوا  د تثبیت نه وروسته ونیول شو.

برید کوونکي‌ په لومړنیو  څیرونو کې  اعتراف کړی  دی چې  د کابل په یوې ډیرې  مهمې  او کلیدي  سیمه کې  د برید هوډ درلود. برید کوونکی  خپلې  موخې ته  د رسیدو نه د مخه  د ملي  امنیت د منسوبینو لخوا ونیول شو. 

برید کوونکي‌ غوښتل چې  یو ځل بیا د کابل  خلک  د غم په ټغر کینوي‌ چې  مخه يي ونیول شوه. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه