په خوست کې د ناټو بې پیلوټه الوتکه راوغورځیده
په خوست کې د ناټو د بې پيلوټه الوتکې د غورځیدو نه وروسته اور واخیست
280266
د افغانستان په خوست ولایت کې د ناټو د ځواکونو اړوند بې پیلوټه الوتکه راوغورځیده.
د خوست چارواکیو وویل چې د ناټو د ځواکونو اړوند یوه بې پیلوټه الوتکه د یعقوبي او صبرۍ د ولسوالیو ترمنځه غورځیدلې ده .
چارواکیو ویلي دي چې الوتکه د غرونو سره د جنګیدو نه وروسته راوغورځیده.
ویل کیږي الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله د غرونو سره د جنګیدو وروسته راوغورځیدلې ده .
الوتکې د غورځیدو نه وروسته اور واخیسته.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی