په هلمند كې د جامع مسجد نه په ولايت ډله ايز بريد
د هلمند ولايت په مركزلشكرګاه كې دوه تنه بريد كوونكي چې جامع مسجد ته ننوتي دي له دې ځايه د ولايت په مقام باندې ډزې كوي.
272207
د هلمند ولايت په مركزلشكرګاه كې دوو تنو بريد كوونكو د جامع مسجد نه په استفادې سره دله ايز بريد كړى دى. . ويل كيږي چې دا مسجد ددې ولايت د حج او اوقافو د رياست ترڅنګ موقعيت لري.
بريد كوونكي جومات ته ننوتي دي او اوسمهال هم د امنيتي ځواكونو سره يې جګړه روانه ده.
سيمې ته د پوليسو ترڅنګ د ملي اوردو ځواكونه هم رسېدلي دي. تر اوسه پورې د پېښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.
ددې پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی