کابل کې د دارلامان په سړک د مامورنیو په موټر ځانمرګی برید وش

په کابل کې یو ځل بیا د دارلامان په سړک د مامورینو د لیږد په موټر ځانمرګی برید وشو

269253
 کابل کې  د دارلامان  په سړک  د مامورنیو په موټر ځانمرګی برید وش

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د دارلامان  په سړک کې  د مامورنیو د لیږد  په موټر  برید وشو.

عیني شاهدانو ویلي دي چې  یو ځل بیا د څارنوالۍ د مامورنیو د لیږد په موټر ځانمرګی برید وشو خو  د کابل امنیتي چارواکیو لا  د برید په اړه څه ندي ویلي. 

د برید مسولیت  طالبانو په غاړه واخیست. د طالبانو ویاند  ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې  د دارلامان د سناتوریم په سیمه کې  د لوی څارنوالۍ د مامورینو په کاسټر ډوله موټر  ځانمرګی  برید وشو.

پداسې حال کې چې طالبانو په برید کې ۱۸ تنو د وژل کیدو او یو شمیر نورو د ټپي کیدو ادعا کړې ده  خو په برید کې  لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. 

دا په تیرو لسو ورځو کې دا دویم ځل دی چې د لوی څارنوالۍ د مامورنیو د لیږد په موټر  ځانمرګی برید کیږي. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه