په کابل کې د دارالاامان په سړک زوروره چاودنه وشوه
د کابل د دارالاامان په سیمه کې زوروره چاودنه وشوه
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د دارالاامان سړک زوروره چاودنه وشوه.
عیني شاهدانو ویلي دي چې د دارالاامان په سړک د لوی څارنوالئ د مامورینو په موټر څانمرګی برید شوی دی. په پیښه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي. ویل کیږي یو تن ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو توکو نه ډک خپل موټر د مامورینو د موټر سره جنګولی دی.
خو د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي بیا ویلي دي چې ځانمرګي د لوی څارنوالئ د مامورینو د موټر تر څنګ ځان الوزولی دی.
پیښه د سناتوریم په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.
د بله پلوه د برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د کابل د دارالاامان په سیمه کې د څارنوالئ د پرسونل په موټر ځانمرګی برید کړی دی . طالبانو پدی برید کې ۴۰ تنو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده .
ویل کیږي پدې برید کې ۱۰ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي چې ۵ تنه يي میرمنې دي.
همداشان د یو تن د وژل کیدو ادعا هم شوی ده.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی