په کابل کې د پولیسو په موټر چاودنه وشوه
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د دارلاامان په سیمه کې د پولیسو په موټر چاودنه وشوه
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د پولیسو په موټر چاودنه وشوه .
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د کابل د دارلاآمان په سیمه کې د پولیسو په موټر کې د مقناطیسی بم چاودنه وشوه .
پداسې حال کې چې د نوموړې پیښې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي خو د کابل د دریمې حوزې پولیسو بیا خبري رسنیو ته په پیښه کې د یو تن د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی .
د یادولو وړ ده چې د طالبانو لخوا د پسرلنیزو عملیاتو د پیلولو نه وروسته دا لومړی ځل دی چې په کابل کې د پولیسو په موټر چاودنه کیږي. طالبانو د تیرې جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ټول هیواد کې د پسرلینزو عملیاتو د پيلولو نه خبر ورکړ. طالبانو پدې خبرپاڼه کې ویلي وو چې د عملیاتو په لړ کې د ملي اردو او ملي پولیسو په مرکزونو او پرسونل بریدونه وکړي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی