په جلال آباد کې د یوې لویې فاجعې مخنیوی وشو

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو په جلال آباد ښار کې د یوې بلې لویې فاجعې مخنیوی وکړ

416657
په جلال آباد کې د یوې لویې فاجعې مخنیوی وشو

 د افغانستان په ختیځ د ننګرهار په ولایت کې د یوې بلې سترې فاجعې مخنیوی وشو.
د افغانستان د ملي امنیت منسوبینو د تورخم جلال آباد په لویه لار د ثمرخیلو په سیمه کې ۷۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ، ریموټ کنټرولونه، د بمونو په جوړولو کې کاریدونکي توکي، د بمونو په جوړولو کې کاریدونکي کپسلونه او د بمونو جوړولو ۵۰ جلده لارښود کتابچې ونیولې.
د افغانستان د ملي امنیت د ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د یو راپور د ترلاسه کولو نه وروسته د تورخم جلال آباد په لویه لار کې د ثمرخیلو په سیمه کې ۷۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي او ورسره یو زیات شمیر ریموټ کنټرولونه او د بمونو په جوړولو کې کاریدونکي توکي نیولي دي .
ملي امنیت ویلي دي چې د نوموړو چاودیدونکو توکو سره سم دوه تنه يي هم نیولي دي چې غوښتل يي ددې چاودیدونکو توکو سره یو ځل بیا د جلال آباد خلک د غم په ټغر کینوي.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې یاد شوي چاویدونکي توکي په ډیره ماهرانه توګه په یو سراچه ډوله موټر کې ځای په ځای شوي وو چې د الله په فضل د ملي امنیت د منسوبینو لخوا ونیول شول.
نیول شوو کسانو په لومړنیو څیړونو کې اعتراف کړی چې غوښتل يي د نوموړو چاودیدونکو توکو نه په موټر بمونو کې کار واخلي او په جلال آباد کې چاودنې وکړي.
د یادولو وړ ده چې یوه لنډه موده وړاندې د جلال آباد ښار په زړه د کابل بانک په مخکې په دولتي مامورینو چې د خپل تنخواګانو د اخیستو په خاطر راټول شوي وو خونړی ځانمرګی برید وشو چې له امله يي په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ او څه باندې سل تنه نور ټپیان شول.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه