د كابل – جلال آباد پر لويه لار ۱۰ تنه مسافرين وتښتول شول.

لس تنه مسافرين چې د كابل – جلال آباد په لويه لار يې سفر كولو پرون ماښام د نا معلومو وسله والو كسانو لخوا وتښتول شول.

250785
د كابل – جلال آباد پر لويه لار ۱۰ تنه مسافرين وتښتول شول.

د كابل – جلال آباد پر لويه لار ۱۰ تنه مسافرين وتښتول شول.
لس تنه مسافرين چې د كابل – جلال آباد په لويه لار يې سفر كولو پرون ماښام د نا معلومو وسله والو كسانو لخوا وتښتول شول. ويل كيږي چې پېښه د لغمان ولايت په مربوطاتو كې د سرخكان په سيمه كې رامنځته شوې ده. د امنيتي چارواكو د وينا په اساس د پېښې نه سمدستي وروسته عمليات پيل شول چې ۷ تنه يې د تښتوونكو د منګولو نه خوشې شوي دي.
دا پداسې حال كې ده چې د درې تنو نورو تښتول شوو كسانو په اړه معلومات نشته دى.

امنيتي ځواكونو په سيمه كې پراخه عمليات پيل كړي دي،
تر اوسه پورې هېڅ يوې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.
د كابل – جلال آباد لويه لار په هېواد كې د مواصلاتي لارو ترمېنځ نسبتاً با امنه وه. اوسهمهال په تېره بيا سهار وختي او د شپې له پلوه ددې لويې لارې امنيت هم خراب شوى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه