ټولو نوماند وزیرانو د ولسي جرګې نه د باور رای ترلاسه کړه
د افغانستان د ملي وحدت حکومت لخوا ولسي جرګې ته معرفي شوو ټولو نوماند وزیرانو د باور رای ترلاسه کړه.
د افغانستان د ملي وحدت لخوا ولسي جرګې ته معرفي شوو ټولو نوماند وزیرانو نن د باور رای ترلاسه کړه. د ویلو ده چې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت ټول وزیران پرته د ملي دفاع وزیر نه بشپړ شول.
د افغانستان ولسي جرګې نن د ملي وحدت ۱۶ تنو وزیرانو ته د باور رای ورکړه. د ولسي جرګې په ننئ عمومي غونډه کې چې ۲۳۹ وزیرانو ګډون درلود هر نوماند وزیر لږ تر لږه ۱۲۰ وکیلانو رای ته اړتیا درلوده.
۱ - علي احمد عثماني د ۱۶۸ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د اوبو او برښنا د وزیر په توګه .
۲ - محمود بلیغ د ۱۸۶ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د ټولګټو د چارو د وزیر په توګه.
۳ - اغلې دلبر نظري د ۱۳۱ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د ښځو د چارو د وزیرې په توګه .
۴ - نسرین اوریا خیل د ۱۶۹ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د کار ، ټولنیزو چارو ، شهدا او معلولینو د وزیرې په توګه.
۵ - عبدالباري جهاني د ۱۲۰ تایید رایو سره د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په توګه .
۶ - همایون رسا ۱۷۰ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د سوداګرئ او صنایعو د وزیر په توګه .
۷ - اسد الله حنیف بلخي د ۱۶۱ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د پوهنې د وزیر په توګه .
۸ - سید سعادت نادري د ۲۰۲ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د ښار جوړونې د وزیر په توګه .
۹ - فریده مهمند د ۱۸۴ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د لوړو زده کړو د وزیرې په توګه.
۱۰ - سلامت عظیمي د ۱۵۵ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د وزیر په توګه .
۱۱ - ډاکټر محمد الله بتاش د ۱۷۶ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د ټرانسپورت او هوايي چلند د وزیر په توګه .
۱۲ - محمد ګلاب منګل د ۱۸۸ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د سرحدنو اقوامو او قبایلو د وزیر په توګه .
۱۳ - عبدالرزاق وحیدي د ۱۵۲ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژئ د وزیر په توګه .
۱۴ - عبدالستار مراد د ۱۵۲ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د اقتصاد د وزیر په توګه .
۱۵ - عبدالبصر انور د عدلیې د وزیر په توګه
۱۶ - اسدالله ضمیر د ۱۹۲ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د کرنې او مالدارئ د وزیر په توګه د ټاکل شول.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت کابینه د دفاع د وزیر نه پرته بشپړه شوه. یاد شوي وزارتونه تر اوسه پورې د سرپرست وزیرانو لخوا اداره کیدل.
د افغانستان د کابینې ۸ تنو وزیرانو درې میاشتې وړاندې د ولسي جرګې نه د باور رای ترلاسه کړې وه. د افغانستان د ملي وحدت د حکومت مشرانو امریکا ته د خپل سفر نه د مخه د کابینې پاتې وزیرانو معرفي کړي وو چې دادې نن يی د ولسي جرګې نه د باور رای ترلاسه کړه
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی