د کرزي چپن د انګلستان په ملي موزیم کې نندارې ته وړاندې کیږي

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي چبن د انګلستان په ملي موزیم کې نندارې ته وړاندې کیږي.

239844
د کرزي چپن د انګلستان په ملي موزیم کې نندارې ته وړاندې کیږي

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي چپن د انګلستان په ملي موزیم کې نندارې ته وړاندې کیږي.
د انګلستان د ملي موزیم چارواکیو د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي نه په ملي موزیم کې د نندارې په خاطر د چپن غوښتنه کړې ده .
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي سکرتر ناظر حسین خبري رسنیو ته ویلي دي چې د بریتانیا ملي موزیم د ښاغلي کرزي نه د هغه د چپن غوښتنه کړې وه چې منل شوې ده .
د بله پلوه د انګلستان د ملي موزیم د مطبوعاتو مسول د بي بي سي سره په مرکه کې ویلي دي ډیر خوښ دی چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په موزیم کې د هغه د چپن د نندارې ته د وړاندې کولو وړاندیز منلی او موږ ته خپله چپن راستوي.
نوموړي ویلي دي چې د انګلستان په ملي موزیم کې د نړۍ د مشهورو قومونو او هویتونو فرهنګونه او جامې شتون لري چې د ښاغلي حامد کرزي چپن به هم ددوی سره یو ځای نندارې ته وړاندې شي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا د اسکوایر په نامه د مود او فیشن نامتو مجلې په ۲۰۰۴ کال کې د ښاغلي حامد کرزي جامې د نړۍ تر ټولو د ښایسته جامو په توګه وټاکلې.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلې ولسمشرۍ په ۱۳ کلونو کې تل افغاني جامې او چپن اغوستي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه