طالبانو په ننګرهار کې د پولیسو په پوستې برید وکړ

طالبانو د ننګرهار د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د پولیسو په یوې پوستې برید وکړ

238106
طالبانو په ننګرهار کې د پولیسو په پوستې برید وکړ

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار په ولایت کې د سیمه ییرو پولیسو یو تن قومندان ووژل شو.
د ننګرهار ولایت د امینتي سرچینو د خبر له مخې نن د سهار په ساعتونو کې طالبانو د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د پولیسو په یوې پوستې برید وکړ چې په پایله کې نښته پیل شوه.
د ویلو ده چې پدې برید کې د سیمه ییزو پولیسو یو تن قومندان مړ او دوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د سرپرست والي ویاند احمد ضیا عليزي خبري رسنیو ته د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې د طالبانو دا برید په شا تنبول شوی دی . علیزي ویلي دي چې طالبان د برید نه وروسته د سیمې نه په تښتیدو بریالي شوي دي.
طالبانو بیا د نوموړي برید په اړه څه ندي ویلي . د ویلو ده چې طالبانو د تیرې یوې اوونۍ په ترڅ کې په ټول هیواد کې په امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.
طالبانو د روانې اوونۍ په دننه کې د بدخشان ولایت د جرم او وردوج په ولسواليو کې د ملي اردو په پوستو بریدونه کړي وو او په لسګونو تنه سرتیري وژلي وو.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه