په جلال آباد کې د ناټو د ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وشو

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې د ناټو د ځواکونو په کتار خونړی ځانمرګی برید وشو

232719
په جلال آباد کې د ناټو د ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وشو

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د ناټو د ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وشو.
د سیمې د امنیتي چارواکیو په وینا په برید کې ۴ تنه ملکي وګړي مړه او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د جلال آباد ښار د دولتي روغتون چارواکیو په پیښه کې د ۴ تنو د وژل کیدو او ۱۲ تنو ټپیانو پخلی کړی دی .
د روغتون ډاکټرانو ویلي دي چې تر اوسه پورې ۱۲ تنه ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي.

د ویلو ده چې د برید   مسولیت  طالبانو په غاړه واخیست. د طالبانو ویاند خبري رسنیو ته په استولي پیغام کې د برید د مسولیت د منلو سره  په برید کې بهرنیو ځواکونو د درندو ځاني زیانونو د اړولو ادعا کړې ده . 
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د مزار شریف په ولایت کې د څارنوالۍ په ریاست ډله ییز بریدونه وشول چې له امله يي ۱۲ تنه مړه او ۶۶ تنه نور ټپیان شول.
همداشان پرون د خوست په ولایت کې هم چاودنه وشوه چې لس تنه يي ټپیان کړل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه