طالبانو د لومړی ځل لپاره د خپل مشر ملا محمد عمر ژوند لیک خپور کړ

طالبانو د خپل مشر د مشرۍ په ۱۹ کلیزه د لومړي ځل لپاره ژوند لیک خپور کړ.

227049
طالبانو د لومړی ځل لپاره د خپل مشر ملا محمد عمر ژوند لیک خپور کړ

طالبانو نن د لومړي ځل لپاره د خپل مشر ملا محمد عمر ژوند لیک خپور کړ.
د طالبانو ډلې نن په یو ناڅاپي ډول سره د ملا محمد عمر د مشرۍ د ۱۹ مې کلیزې په ورځ د هغه ژوند لیک خپور کړ.
د طالبانو د مشر ملا محمد عمر ژوند لیک په ۵ زرو کلمو کې چې د هغه ژوند او ماشومتوب په اړه پکې معلومات ورکړ شوي دي خپور شوی دی .
ملا محمد عمر د کلونو کلونو راهیسې چې د چا لخوا لیدل شوی ندی. د نوموړي نه عکسونه خپاره شوي دي او نه يي څوک په اړه معلومات لري.
د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په ژوند لیک کې ویل شوي دي چې د هغه د خوښې وسله ار پي جي ۷ راکټ دی او ډیر ساده ژوند لري. ملا عمر خوش طبعیته اخلاق لري.
د هغه په ژوند کې د ملا محمد عمر له قوله ویل شوي سره ددې چې د هغه په اړه څوک خبر نلري خو دا د نړۍ د ټولو ورځنیو جریانونو نه خبردار دی. هره ورځ د سیمې او نړۍ ټول جریانونه د نږدې نه تعقیبوي.
د یادولو وړ ده چې امریکا د ملا محمد عمر د نیولو او یا د هغه په اړه امریکا ته د معلوماتو ورکولو په خاطر ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ایښې ده.
د یادولو وړ ده چې د طالبانو ویبپاڼه کې په خپور شوي ژوند کې ویل شوي دي چې ملا محمد عمر د ۱۳۷۵ لمریز کال د وري په ۱۶ نیټه د افغانستان د ۱۵۰۰ تنو علماو او مشایخو لخوا د طالبانو د مشر او امیر په توګه وټاکل شو چې په همدې ورځ د نوموړي د ژوند لیک د خپرولو پریکړه وشوه.


پدې ژوند لیک کې ویل شوي دي چې ملا محمد عمر مجاهد د مولوي علام نبي زوی، د مولوي محمد رسول لمسی او د مولوي بازم محمد کړوسی دی چې د ۱۳۳۹ لمریز کال چې د ۱۹۶۰ میلادي کال سره سمون خوري د افغانستان د قندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چاه همت په کلي کې زیږیدلی دی . پدې ژوند لیک کې ویل شوي دي چې د ملا محمد عمر پلار مولوي غلام نبي هم د قندهار د خاکریز په ولسوالۍ کې زیږیدلی او خپلې دیني زده کړې هم په همدې سیمه کې ترلاسه کړي دي .
په ژوند لیک کې ویل شوي دي چې د ملا محمد عمر پلار د ملا عمر د زیږیدنې نه دوه کاله وروسته د خاکریز ولسوالۍ نه د قندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ ته راکډه شو او پدې ولسوالۍ کې د دینې ښونې او روزنې په برخه کې دنده ترسره کوله. د ملا محمد عمر پلار په ۱۳۴۴ لمریز کال کې چې د ۱۹۶۵ میلادي کال سره سمون خوري په همدې ولسوالۍ کې وفات او قندهار ولایت د طالبانو په هدیزه کې خاورو ته وسپارل شو.
ملا محمد عمر د خپل پلار د وفات نه وروسته چې د پنځو کلونو وو د قندهار ولایت نه د اورګان ولایت د دهراود ولسوالۍ کې د خپلو ترونو سره میشت شو. ملا عمر د خپلو ترونو تر سرپرستۍ لاندې لوی شوی دی .
ملا عمر خپلې لومړنۍ دیني زده کړې د اورزګان ولایت د دهراود د ولسوالۍ په مدرسه کې پایته رسولي دي او لوړې شرعي او دیني زده کړې په افغانستان کې کمونیستان واک ته د رسیدو نه وروسته نیګرې پاتې شوې.
ملا محمد عمر په قوم پښتون او هوتک دی. د ملا عمر په ژوند لیک کې ویل شوي دي چې هغه د روسانو پر خلاف د جهاد په دوران کې ۴ ځله ټپي شوی دی او په وروستي ځل ټپي کیدو کې ښي سترګه د لاسه ورکړې ده .
یو شمیر کارپوهانو ویلي دي کیدای شي چې د طالبانو لخوا د یو داسې ګام پورته کول په افغانستان کې د داعش د ډلې سره چې د هرې ورځې په تیریدو سره خپلې اغیزې ډیروي یو ستر رقابت وي.
د ملا محمد عمر په ژوند لیک کې ویل شوي دي چې نوموړی نه د هیواد نه بهر کور او نه هم کوم بانکی حساب لري. ملا محمد عمر یو ډیر ساده ژوند لري او یو ډیر خوش اخلاقه شخصیت لري.
په خپور شوي ژوند لیک کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په اړه ویل شوي دي چې نړۍ په افغانستان کې د یو واقعي شرعي نظام تحمل ونشو کرای چې د همدې امله يي په افغانستان یرغل وکړ.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه