د قندوز د چار درې د امنیې د قومندان په موټر چاودنه وشوه

274844
د قندوز د چار درې د امنیې د قومندان په موټر چاودنه وشوه

په قندوز کې د چار درې د ولسوالۍ د امنیې د قومندان په موټر د چاودنې په پایله کې درې تنه مړه او د امنیې قومندان په ګډون دوه تنه نور ټپیان شوي دي .
د قندوز ولایت د امیني سرچینو د خبر له مخې نن د خالي ورځ د غرمې نه مښکې د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د چار درې د ولسوالۍ د امنیې قومندان غلام محی الدین په موټر چاودنه وشوه چې له امله يي درې تنو ژوند د لاسه ورکړ او د غلام محی الدین په ګډون دوه تنه ټپیان شول.
په پیښه کې د امنیې د قومندان ورور، وراره او ساتونکی وژل شوي او پخپله د امنیې قومندان او زوی يي ټپي شوي دي .
ویل کیږي د پیښې قربانیان او ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي .
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی .
د پیښه پداسې حال کې رامنځته کیږي چې نن په ټول افغانستان کې د نوي کال یا نوروز ورځ لمانځنې کیږي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه