د ارزګان د امنیې قومندان ووژل شو

271864
د ارزګان د امنیې قومندان ووژل شو

د افغانستان په سویل کې د ارزګان د امنیې قومندان  مطیع الله  خان  تیره شپه په کابل کې  ووژل شو. 

د ارزګان د ولایت والي  خبري  رسنیو ته د امنیې قومندان  مطیع الله خان  د وژنې د خبر پخلی کړی دی او ویلي دي چې نوموړی  په کابل کې وژل شوی دی .

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند  صدیق صدیقي  نن  وویل چې  د ارزګان  ولایت د امنیې قومندان  مطیع الله خان  تیره شپه د کابل په ځایي وخت  په د شپې په ۸ بجو او ۳۰ دقیقو د کابل  په شپږمه  ناحیه کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.

صدیقي ویلي دي چې پدې برید کې دوه تنه  ملکي وګړي هم وژل شوي دی . 

 د ارزګان د ولایت د امنیې په قومندان د ځانمرګي برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی . د طالبانو ویاند قاري یوسف  خبري رسنیو ته په استولي برښنالیک کې  په مطیع الله خان د برید مسولیت منلی دی . ویل کیږي  پیښه  د کابل په شپږمه ناحیه کې د قلعه علي مردان په سیمه کې رامنځته شوې ده . 

د بله پلوه  ادعا شوې ده چې  ددې برید اصلي هدف د سیمه شیعه ګان  ول. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه