د افغان ځواكونو تعرضي چورلكې را ورسېدې.

د امريكا د متحدو ايالتونو د هوايي ځواكونو د مركزي قوماندانۍ د خبر په اساس د افغانستان د هوايي ځواكونو لپاره شپږ MD-530s ډوله تعرضي چورلكې نن سهار را ورسېدلې.

270226
د افغان ځواكونو تعرضي چورلكې را ورسېدې.

ويل كيږي چې د ۲۰۱۵ كال د پسرلنيزو عملياتو نه وړاندې به دا چورلكې د افغان هوايي ځواكونو د محاربې قابليت لوړ كړي.
دا چورلكې د امريكا د دفاع د وزارت په فرمايش د MD Helicopters Inc د كمپنۍ لخوا د ۴۴،۲ ميليونو ډالرو په بدل كې جوړې شوي دي. د الوتكو ټول نظامي سامان آلات او پرزې به هم افغان ځواكونو ته وسپارل شي.
تمه كيږي چې ددې چورلكو نه به د راتلونكي كال د دسمبر تر مياشتې پورې ۱۱ نورې هم جوړې او افغان هوايي ځواكونو ته به وسپارل شي. دا چورلكې د هوا په هر ډول شرايطو كې د عملياتو وړتيا لري.
د يو بل خبر له مخې د امريكا متحده ايالتونه به افغان هوايي ځواكونو ته د 20MD 530F Cayuse Warrior په نامه چورلكې چې د افغان ځواكونو د ځمكنيو عملياتو پرمهال به د هوايي ملاتړ په برخه كې ترې كار واخيستل شي وكړل شي.
د سږني ميلادي كال د سپتمبر تر مياشتې پورې به افغانستان ته د 20A-29 Super Tucano په نامه جنګي جټ الوتكې هم وركړل شي. ددې الوتكو په واسطه ۳۰ افغان جنګي پيلوټان هم وروزل شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه