د تركيې د بورسونو بشپړ لارښود او ګټورې مشورې

د ۲۰۱۵ كال د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په سويه د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې بهير د فبرورۍ په ۲۵ نېټه پيل او د مارچ د مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام وكړي.

247564
د تركيې د بورسونو بشپړ لارښود او ګټورې مشورې


هېره نه كړئ چې دقيقه نوم ليكنه ستاسې د برياليتوب ضمانت كوي.

ستاسې هر ډول پوښتنو ته آنلاين ځوابونه او ګټورې مشورې
زموږ د فېسبوك پاڼه خوښه كړئ تر څو د بورسونو په اړه آنلاين مشورې ترلاسه كړئ.
د فېسبوك د پاڼې پته: www.facebook.com/trtpashto يا په فېسبوك كې Trt Pashto ولیکئ او زموږ پاڼه ومومئ.
همداراز د افغانستان په وخت د سهار د ۱۱:۳۰ بجو نه د ماښام ۸:۳۰ بجو پورې ستاسې برېښناليكونو ته سمدستي ځواب دركول كيږي.
زموږ د برېښناليك پته: Pashto@trt.net.tr
د بورسونو د نتايجو او نورو معلوماتو په اړه زموږ انټرنيټي پاڼه هم مه هېروئ.

 

سریزه
تركيه د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا سربېره په يو شمېر نورو برخو كې هر كال شاوخوا ۵۰۰۰ بورسونه وركوي. دې بورسونو ته د نړۍ د ټولو هېوادونو نه نږدې ۹۰ زره زده كوونكي مراجعه كوي. تركيه په پام كې لري چې سږ كال څه باندې ۵۰۰۰ كسانو ته تحصيلي بورسونه وركړي. داسې اټكل كيږي چې سږ به دې بورسونو ته د نړۍ د ټولو هېوادونو نه شاوخوا ۱۰۰ زره كسان مراجعه وكړي.
د تركيې بورسونه په نړۍ كې يواځيني تحصيلي بورسونه نه دي چې د هېڅ ډول آزموينې پرته وركول كيږي. هغه زده كوونكي چې د بورسونو په ابتدايي شرايطو برابر وي يواځې د نوم ليكنې د آنلاين فورمې په ډكولو سره ددې چانس لري چې په تركيه كې لوړې زده كړې وكړي.
د تركيې بورسونو ته د نوماندو كسانو د ټاكل كېدو پروسه ډېره شفافه ده. د ټولو نوماندو د نوم ليكنې فورمې او اسناد په انقره كې د ځانګړي مسلكي ټيم لخوا ارزيابي كيږي. مركه يا انټرويو هم د همدې ټيم لخوا ترسره كيږي. ددې امله د درغليو د ترسره كولو او واسطې احتمال پكې نشته دى.
د بورسونو ګټونكي، د دوى د اسنادو تر څنګ د نوم ليكنې په فورمه كې د معلوماتو له مخې ټاكل كيږي. پدې لړ كې نږدې ۱۰۰ زره كسان رقابت كوي. ددې امله د نوم ليكنې په فورمه كې د زده كوونكو لخوا ليكل شوې هره جمله ډېره مهمه ده. حتى يوه جمله كيداى شي چې ستاسې د برياليتوب يا پاتې كېدو لامل شي.
له نېكه مرغه د تركيې غږ سږ كال د افغانو زده كوونكو لپاره د نوم ليكنې يو بشپړ لارښود تيار كړى دى. دا لارښود، په انګليسي ژبه د بورسونو د رسمي لارښود په پرتله جامع دى. كه چېرې ددې لارښود د هداياتو سره سم نوم ليكنه وكړئ د برياليتوب چانس مو ۷۵% زياتيږي.
د ۲۰۱۵ كال د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په سويه د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې بهير د فبرورۍ په ۲۵ نېټه پيل او د مارچ د مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام وكړي.


 

د تركيې د تحصيلي بورسونو امكانات
د تركيې د تحصيلي بورسونو ټول امكانات وړيا دي. ددې ترڅنګ لاندې خدمات هم په وړيا توګه وړاندې كيږي.
۱- محصلينو ته مياشتنى معاش
د لېسانس د پروګرامونو لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۶۰۰ تركي لېرې وركول كيږي چې شاوخوا ۲۹۰ ډالره كيږي.
د ماسټرۍ د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۸۵۰ تركي لېرې وركول كيږي چې شاوخوا ۴۰۰ ډالره كيږي.
د ماسټرۍ د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۱۲۰۰ تركي لېرې وركول كيږي چې شاوخوا ۵۵۰ ډالره كيږي.
د علمي څېړنو د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۲۰۰۰ تركي لېرې وركول كيږي چې شاوخوا ۹۰۰ ډالره كيږي.
۲- استوګنه
په تركيه كې بورس لرونكي بهرني زده كوونكي په دولتي ليليو كې په وړيا توګه استوګنه كولاى شي. ددې ترڅنګ بهرني زده كوونكي كولاى شي چې په خپل مصرف كورونه هم ونيسي.
۳ – د پوهنتونونو فيس
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكي د پوهنتونونو د فيسونو نه معاف دي.
۴ – وړيا روغتيايي خدمات
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكي كولاى شي چې د تركيې په هر روغتون كې په وړيا توګه د خپل ځان هر ډول درملنه وكړي. ګټونكي د وړيا روغتيايي بيمې مستحق كيږي.
۵ - د تركي ژبې زده كړه
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكو ته په لومړي كال د تركي ژبې وړيا زده كړې وركول كيږي. دا زده كړې يو تحصيلي كال `` ۹ مياشتې`` دوام كوي. پدې موده كې د بورس د ټولو اسانتياو نه برخمن كيدى شي.
۶ – د تګ - راتګ او ترانسپورټ لګښتونه
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكو ته د تګ راتګ لپاره د الوتكې ټكټ وركول كيږي. د يادولو وړ ده چې دا ټكټ، تركيې ته د لومړي ځل لپاره د راتګ او د زده كړو په پاى كې هېواد ته د بېرته د ستنېدو پر مهال وركول كيږي. د زده كړو پرمهال په رخصتيو كې هېواد ته د تګ راتګ لپاره د الوتكې ټكټ نه وركول كيږي.
۷ – ښاري ترانسپورټ
د تركيې په بېلابېلو ښارونو كې د اړوندو ښارواليو لخوا د ښاري ترانسپورټ په برخه كې زده كوونكو ته تخفيف وركول كيږي. ددې تخفيف نه بهرني زده كوونكي هم ګټه پورته كولاى شي. حتى په ځينو ښارونو كې د بهرنيو زده كوونكو لپاره ښاري ترانسپورټ وړيا دى.


د تركيې د بورسونو لپاره د نوم ليكنې شرايط
۱- د لېسانس د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكو د زېږېدو نېټه بايد د ۰۱-۰۱-۱۹۹۴ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۲۱ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسې د دورې د درې كلنو نمرو اوسط يې لږ تر لږه تر ۷۰ سلنې لوړ وي.
۲- د ماسټرۍ د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكي د زېږېدو نېټه بايد ۰۱-۰۱-۱۹۸۵ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۳۰ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسانس د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.
۳ - د دوكتورا د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكي د زېږېدو نېټه بايد ۰۱-۰۱-۱۹۸۰ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۳۵ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د ماسټرۍ د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.
۴- داسې روغتيايي ستونزې و نه لري چې د نوماند د تحصيل مخنيوى وكړي.
د تركيې د تحصيلي بورسونو رسمي اكاډيميكه ژبه تركي ده. په تركيه كې هغه پوهنتونونه چې رسمي ژبه يې انګليسي يا بله ژبه وي د پورتينو اسنادو سربېره د TOEFL يا IELTS په څېر د نړيوالو آزموينو نمرې هم غواړي. پدې اړه جزييات د اړوند پوهنتون د وېبپاڼې نه ترلاسه كولاى شئ.
هغو نوماندو ته لومړيتوب وركول كيږي چې د افغانستان په كانكور كې يې ګډون كړى وي او نسبتاً لومړې نمرې يې اخيستې وي.
نوم ليكنه يواځې د انټرنېټ له لارې ترسره كيږي.

د تركيې تحصيلي بوسونو ته د برياليتوب پروسه
د تركيې تحصيلي بورسونو ته د نوماندو زده كوونكو د برياليتوب پروسه دوه مهم پړاوونه لري.
۱ – د نوم ليكنې د شرايطو د پر ځاى كولو او د نوماند د اسنادو د ارزوونې پړاو
۲ – د مصاحبې ( انټرويو) د ترسره كولو پړاو


۱ – د نوم ليكنې د شرايطو د پر ځاى كولو او د نوماند د اسنادو د ارزوونې پړاو
د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې پروسه د انټرنېټ له لارې په آنلاين ډول ترسره كيږي. د نوماندو زده كوونكو د ارزوونې ټوله پروسه په تركيه كې د يوې خپلواكې ادارې لخوا عملي كيږي.
د يادولو وړ ده چې بورسونو ته د برياليتوب په موخه په افغانستان كې هېڅ ډول آزموينه نه اخيستل كيږي. بورسونو ته د ټاكل كېدو اصلي شرط، د لېسانس د پروګرام لپاره د لېسې د درې كلنو نمرو اوسط، د ماسټرۍ د پروګرام لپاره د لېسانس ډيپلوم او ترانسكرېپټ او د دكتورا د پروګرام لپاره د ماسټرۍ ډپيلوم او ترانسكرېپټ دى.
ددې ترڅنګ د اسنادو د ارزوونې پرمهال د هغو نوماندو د ټاكل كېدو چانس ډېر دى چې د كانكور په آزموينه كې ګډون كړى وي او نسبتاً لومړې نمرې يې اخيستې وي. دا لاندې اسناد كه څه هم جبري نه دي خو د نوماند په ټاكل كېدو په بهير كې مرسته كوي.
- د كانكور د آزمونې نمرې
- د معتبرو كورسونو نه د فراغت ډپيلومونه
- د TOEFL او IELTS په څېر د نړيوالو آزموينو نمرې
- په ښوونيز او اكاډيميك ډګر كې هغه اسناد چې له مخې يې د نوماند د برياليتوب او هلو ځلو چارې څرګندې شي.
- د لېسانس د پروګرام لپاره بايد د لېسې د درې كلنو نمرو اوسط لږ تر لږه تر ۷۰ سلنې پورته وي.
- د ماسټرۍ او دوكتورا د پروګرامونو لپاره بايد د لېسانس د دورې د ترانسكرېپټ د نمرو اوسط لږ تر لږه تر ۷۵ سلنې پورته وي.
- د طب د پوهنځي لپاره د نوماندو د لېسې د درې كلونو نمرو اوسط لږ تر لږه تر ۹۰ سلنې پورته وي.

۲ – د مصاحبې ( انټرويو) د ترسره كولو پړاو
د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د انټرنېټ له لارې د نوماندو آنلاين مراجعت په انقره كې د يوې خپلواكې ادارې د مسلكي ټيم لخوا ارزول كيږي. ددې ارزونې په پايله كې هغه نوماند چې د آنلاين مراجعت فورم يې په دقيق ډول ډك كړى وي او ټول اسناد يې آپلوډ كړي وي ددې ټيم لخوا په كابل كې د تركيې سفارت ته د مصاحبې ( انټر ويو) لپاره را غوښتل كيږي. د مصاحبې لپاره ټاكل شوو نوماندانو ته د نوموړو د برېښناليك له لارې خبر وركول كيږي.
د مصاحبې يا انټرويو پرمهال د تركيې د بورسونو د خپلواكې ادارې مسلكي غړي د يو ژباړونكي په واسطه د نوماندو سره خبرې اترې كوي. ددې خبرو اترو په پايه كې د تركيې د تحصيلي بورسونو نهايي ګټونكي اعلانيږي او د يوې مياشتې په موده كې تركيې ته د زده كړې لپاره راغوښتل كيږي. د بورسونو لپاره د آنلاين نوم ليكنې نه پېل د نهايي ګټونكو د نومونو د اعلان پورې اړوند بهير په اوسط ډول شاوخوا څلور مياشتې وخت نيسي.

د تركيې د بورسونو پروګرامونه په لاندې ډول دي:
۱ – د افغانستان لپاره د لېسانس بورسونه
۲ – د ځانګړو تحصيلي څانګو بورسونه
۳ – د ماسټرۍ او دوكتورا بورسونه
۴ – لنډمهاله علمي بورسونه

۱ – د افغانستان لپاره لېسانس بورسونه:


د حرّان د بورسونو پروګرام:
د بورسونو په دې پروګرام كې د افغانستان، عراق، ايران، لبنان، پاكستان، سوريې، بنګلادېش، تاجكستان، اردن، فلسطين او يمن د هېوادونو هېوادوال شامل دي. ددې هېوادونو هېوادوال كولاى شي چې د طبي علومو، شرعياتو او تركي ژبې او ادبياتو په څانګو كې د تركيې بورسونو ته مراجعه وكړي.

 


۲ – د ځانګړو تحصيلي څانګو بورسونه


د ابن سينا د روغتيايي علومو د بورسونو پرګرام
د ابن سينا د روغتيايي علومو د بورسونو پروګرام د لېسانس د دورې لپاره د نړۍ له هر ګوډه ټولو زده كوونكو ه وركول كيږي.

د شرعياتو د بورسونو پروګرام
د شرعياتو بورسونه د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په سويه ټولو نوماندو زده كوونكو ته وركول كيږي. هغه كسان چې غواړي د شرعياتو او ديني علومو په برخه كې لوړې زده كړې وكړي كولاى شي چې ددې بورسونو نه ګټه پورته كړي.

د يونس امره د تركي ژبې د بورسونو پروګرام
د يونس امره د تركي ژبې بورسونه د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په سويه ټولو نوماندو زده كوونكو ته وركول كيږي. هغه كسان چې غواړي د تركي ژبې او ادبياتو په برخه كې لوړې زده كړې وكړي كولاى شي چې د يونس امره د بورسونو پروګرام ته مراجعه وكړي.

۳ – د ماسټرۍ او دوكتورا بورسونه


د ابن خلدون د ټولنيزو علومو بورسونه
د ابن خلدون د ټولنيزو علومو بورسونه د ماسټرۍ او دوكتورا په سويه نوماندو زده كوونكو ته وركول كيږي. هغه كسان چې غواړي په ټولنيزو علومو( تاريخ، جغرافيه، سوسويولوژي، سياست او داسې نور ...) په څانګو كې د ماسټرۍ او دوكتورا په سويه لوړې زده كړې وكړي كولاى شي چې د ابن خلدون د ټولنيزو علومو د بورسونو پروګرام انتخاب كړي.


د علي كوشچو د پوهې او ټېكنالوژۍ د بورسونو پروګرام
د علي كوشچو د پوهې او ټېكنالوژۍ د بورسونو پروګرام د ماسټرۍ او دوكتورا په سويه نوماندو زده كوونكو ته وركول كيږي. هغه كسان چې غواړي د طبعي علومو( فزيك، كېميا، انجينيري او داسې نور ...) او ټېكنالوژۍ په څانګو كې د ماسټرۍ او دوكتورا په سويه لوړې زده كړې وكړي كولاى شي چې د علي كوشچو د پوهې او ټېكنالوژۍ پروګرام ته مراجعه وكړي.

۴ – لنډمهالي علمي بورسونه


د ``آخيليك`` د بورسونو دوه كلن پروګرامونه
د ``آخيليك`` بورسونه هغو كسانو ته چې غواړي تر دولسم ټولګي وروسته دوه كلنې زده كړې وكړي، وركول كيږي. دا بورسونه د روغتيايي او ابتدايي تخنيكي خدماتو په څانګو كې زده كوونكي مني. هغه كسان چې غواړي تر ۱۲م ټولګي وروسته دوه كلن پروګرامونه ولولي كولاى شي چې دې بورسونو ته مراجعه وكړي.

د څېړنيزو بورسونو پروګرام
څېړنيز بورسونه هغو كسانو ته چې د دوكتورا زده كړې يې پاى ته رسوولې وي او يا هم دوكتورا يې دوام ولري وركول كيږي. دا بورسونه په يو بېلا بېلو څانګو كې په تركيه كې د څېړنيزو فعاليتونو ترسره كوونكو ته وركول كيږي. ددې بورسونو د ترلاسه كولو لپاره بايد د تركيې يو پوهنتون تاسې سره موافقه ولري او د ژبې په برخه كې مو ټول شرايط پوره كړي دي.

د برياليتوب د بورسونو پروګرام
دا بورسونه هغه كسانو ته وركول كيږي چې په تركيه كې پخپلو امكاناتو سره زده كړې كوي او په تحصيلي ډګر كې بريالي وي. د برياليتوب د بورسونو شرطونه هر كال د اړوند كميسيون لخوا ټاكل كيږي.

مرستندويه بورسونه
دا بورسونه هغو كسانو ته وركول كيږي چې په تركيه كې پخپلو امكاناتو زده كړې كوي او په تحصيلي ډګر كې نسباً بريالي وي. دا كسان هم د اړوند كميسيون لخوا ټاكل كيږي. ګټونكو كسانو سره هره مياشت نقدي مرسته ترسره كيږي.


يادونه:
د نوم ليكنې د پيل نه وړاندې د لاندې اسنادو سكن شوې كاپي بايد په USB یا كمپيوټر كې ولرئ.
۱ – ډيپلوم يا شهادتنامه


۲- د آزموينو د نمرو سند
د هغو آزموينو د نمرو سند چې تاسې پكې ګډون كړى دى. د بېلګې په ډول كه چېرې مو په كانكور كې ګډون كړى وي د كانكور د نمرو د سند ( په كابل كې د لوړو زده كړو د وزارت او په ولايتونو كې د لوړو زده كړو د رياستونو لخوا يې ترلاسه كولاى شئ) سكن شوې كاپي بايد ولرئ. همداراز كه چېرې د ټافل او يا كومې بلې ژبې سندونه ترلاسه كړي وي، هغه هم سكن كړئ. ( د معتبرو كورسونو سندونه هم ستاسې په ګټه دي.)


۳ – د نمرو ترانسكرېپټ
د لېسانس د بورسونو لپاره د لېسې د درې كلنو نمرو ترانسكرېپټ، د ماسټرۍ او دوكتورا لپاره د لېسانس د دورې د څلور كلنو نمرو ترانسكرېپټ بايد له ځانه سره ولرئ.( كه چېرې په انګليسي ژبه وي لا ښه دى او كه نه وي نو په پښتو ژبه هم منل كيږي.)


۴ – پاسپورټ يا د هويت تذكره.
كه چېرې پاسپورټ لرئ نو د پاسپورټ سكن شوې كاپي او كه يې نه لرئ نو د هويت د تذكرې سكن شوې كاپي تياره كړئ.


۵ – يوه قطعه سكن شوى عكس

كه چېرې مو پورتني اسناد تيار كړي وي نو د لاندينو هداياتو په نظر كې نيولو سره په شاوخوا ۱- ۲ ساعتونو كې كولاى شئ چې د نوم ليكنې بهير په اسانۍ سره پاى ته پاى ته ورسوئ.

 

د نوم ليكنې بهير
د نوم ليكنې پرمهال لاندې بهير تعقيب كړئ او بيا د هداياتو سره سم فورمه ډكه كړئ.


د http://www.turkiyeburslari.gov.tr وېبپاڼې ته لاړ شئ او لاندې د انګليسي ژبه انتخاب كړئ. 

 

 

 

د انګليسي ژبې تر انتخاب وروسته د نوم ليكنې د فورمې د ترلاسه كولو لپاره:

 

 په نوې پرانيستل شوې پاڼه كې د فورمې د ډكولو په موخه بايد ځانله يو حساب `` اكاونټ`` جوړ كړئ. 

 

 

 


په پرانيستل شوې پاڼه كې په لاندې ډول د خپل شهرت په اړه معلومات وليكئ.


 

د حساب ( اكاونټ) د فعالوولو پرېښناليك

كله مو چې دا مرحله پاى ته ورسوله تاسې ته يو برېښناليك راځي. خپل inbox كنترول كړئ په لاندې ډول يو برېښناليك به وګورئ.


پورتني انځور ته ورته به يو لېنك وګورئ. دا لېنك كلېك كړئ. وروسته به د لانديني انځور په بڼه يوه پاڼه پرانيستل شي. پدې پاڼه كې خپل د خپل برېښناليك پته او پسوړډ وليكئ او د نوم ليكنې فورمې ته ننوځئ.

 

خپل حساب ( اكاونټ) ته د ننوتلو پاڼه

 


د نوم لیکنې شرايط



په پورتني انځور كې په نښه شوو خانو كلېك وكړئ تو څو ټولې انتخاب شي او بيا وروسته لاندې ښي خوا ته په Next کلېك وكړئ.

 

د نوم ليكنې درجه 

په لاندې برخه كې، كه چېرې د لېسانس لپاره مراجعه كوئ لېسانس، كه د ماسټرۍ او دوكتورا لپاره مراجعه كوئ نو د ماسټرۍ او دوكتورا آپشنونه انتخاب كړئ.
پدې ډول د نوم ليكنې فورمه مو پرانيستل كيږي. دا فورمه د لاندنيو معلوماتو په اساس په غور سره ډكه كړئ.

 




 


شخصي معلومات


 پاملرنه!
- كه چېرې د زېږېدو نېټه په مو د ميلادي كليزې په واسطه نشئ موندلى نو په ګوګل كې د هجري شمسي د كليزې نېټه د ميلادي كليزې په نېټه د بدلوو پروګرامونه ومومئ. دا پروګرامونه معمولاً په ايراني سايټونو كې موندلى شئ.
- كه چېرې مو بيا هم ونشواى موندلى نو د زېږېدو نېټه داسې ليكلى شئ. 01-01-19 … یعنې د زېږېدو ورځ او مياشت مو د جنورۍ د مياشتې لومړۍ نېټه انتخاب كړئ او بيا وروسته د زېږېدو كال انتخاب كړي.
- د شهرت د معلوماتو په برخه كې دقيق و اوسئ. دا معلومات تر پايه پورې همداسې پاتې كيږي.

 

د انځور پورته كول ( آپلاډ)

 

 

خپل عكس په سمه توګه په خانه كې ځاى پر ځاى كړئ.

 

د كورنۍ په اړه معلومات

 

 

د اړيكو په اړه معلومات

 

پاملرنه!
- په پورتنيو خانو كې ستاسې معلومات ډېر اهميت لري. مركې `` انټرويو `` ته ستاسې د راغوښتل كېدو پر مهال د پورتنيو اړيكو نه ګټه پورته كيږي. پدې ډول د پوتنيو خانو په ډكوولو كې د پوره دقت نه كار واخلئ.

د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا د زده كړو په اړه معلومات
- پدې برخه كې بايد د خپلو زده كړو په اړه معلومات وليكئ.
- د لېسانس لپاره د لېسې او د ماسټرۍ او دوكتورا لپاره د پوهنتون په اړه معلومات د لانديني لېست نه انتخاب كړئ.

 

 

 د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا د زده كړو په اړه معلومات

- پدې برخه كې بايد د خپلو زده كړو په اړه معلومات وليكئ.
- د لېسانس لپاره د لېسې او د ماسټرۍ او دوكتورا لپاره د پوهنتون په اړه معلومات د لانديني لېست نه انتخاب كړئ.


پاملرنه:
- كه چېرې مو خپلې زده كړې په كوم بل بهرني هېواد كې ترسره كړي وي نو لطفاٌ د پورتني لېست نه د هغه هېواد نوم انتخاب كړئ.
- كه چېرې ستاسې د نمرو د سيستم خانه فعاله نه وي نو د افغانستان د كانكور د نمرو په سيستم خپلې نمرې وليكئ.
- د زده كړې د برخې په خانو كې د خپلو زده كړو په اړه دقيق معلومات وليكئ. دا معلومات د بورسونو د سيستم لخوا ارزيابي كيږي او تاسې ته مناسب بورس موندل كيږي.

 

د لېسې د زده كړو په اړه معلومات
د خپلو ثانوي زده كړو په اړه معلومات په لاندې خانه كې وليكئ.

 

پاملرنه:
- كه چېرې مو خپلې زده كړې په كوم بل بهرني هېواد كې ترسره كړي وي نو لطفاٌ د پورتني لېست نه د هغه هېواد نوم انتخاب كړئ.
- كه چېرې ستاسې د نمرو د سيستم خانه فعاله نه وي نو د افغانستان د كانكور د نمرو په سيستم خپلې نمرې وليكئ.

 

د كانكور د آزموينې په اړه معلومات 

 

د نړيوالو آزموينو په اړه معلومات

 

 

د مډالونو، جايزو، سرټيفيكېټونو او نورو فعاليتونو په اړه معلومات


مشوره:
- پدې ځاى كې د كمپيوټر، انګليسي ژبې او نورو برخو كې هغه ټول اسناد چې تاسې مختلفو كورسونو او يا نورو مركزونو نه ترلاسه كړي وي آپلاد كړئ. دا د نورو په پرتله ستاسې د انتخاب چانس لوړ كړي.

 

 

د ژبو په اړه معلومات

 

 


كاري او ښوونيزې تجربې

مشوره:
- بورسونو ته د انتخاب پر مهال په اړونده رشته كې كاري تجربه ډېر مهم فكتور دى. په ځانګړي توګه د ماسټرۍ او دوكتورا د بورسونو لپاره كاري تجربه اړينه ده. داسې پوهنځى يا رشته مه انتخابوئ چې ستاسې د كاري تجربې سره اړخ ونه لګوي. د بېلګې په ډول كه چېرې په حقوقي برخه كې كار كوئ د ماسټرۍ لپاره د كمپيوټر ژورناليزم د رشتې انتخابول به ستاسې چانس لږ كړي. كاري ساحه او انتخاب كړې رشته مو بايد له يو بل سره اړخ ولګوي.

 

 

مصروفيت (هابي)


مشوره:
- كه څه هم د هابي برخه په يواځې ځان كومه ځانګړې معنى نه لري خو د اورزنې په ټيم كې داسې رواني پوهان شته دى چې هغوى پدې خانه كې د معلوماتو په اساس كولاى شي چې د زده كوونكي د راتلونكې په اړه وړاندوينه وكړي. د بېلګې په ډول، زده كوونكى د نوم ليكنې پرمهال د طب پوهنځى انتخابوي خو د هابي په خانه كې بيا ليكي چې سپورټ سره ډېره مينه لري، هره ورځ دوه ساعته فوټبال كوي او داسې نور ... د طب د پوهنځي درسونه سخت دي او محصلين يې هم ډېر وخت نه لري. ددې امله د ورځې دوه ساعته فوټبال كول او په عين وخت كې د طب د پوهنځي د ويلو هيله درلودل سره اړخ نه لګوي.ددې امله يې فورمه باطليږي. په ورته ډول كه څوك غواړي چې د سياست، ژورنالېزم او ورته نورو اجتماعي علومو په برخو كې زده كړې وكړي خو د هابي په خانه كې يې ليكلي وي چې `` تر ټولو ښه مصروفيت يې د كتاب مطالعه ده د``، دا هم ستونزه رامنځته كوي. ځكه چې اجتماعي علوم د كتاب د مطالعې ترڅنګ، اجتماعي فعاليت يوه مهمه برخه هم ده.
- لنډه دا چې مسلكي ټيم د هابي په خانه كې د معلوماتو نه دا پته لګولى شي چې زده كوونكى كه هر څومره بريالى هم وي، د خپلې كورنۍ نه لرې په پردي هېواد كې، پردي كلتور او پردۍ ژبې باندې د تحصيل لپاره په رواني ډول څومره تيارى لري؟ زده كوونكو ته ښايي چې پدې خانه كې خپل د ډاډ وړ معلومات وليكي. پدې خانه كې د ځان په اړه ريښتني معلومات وليكئ او د مبالغې نه ډډه وكړئ.

 

نيت ليك

 


مشوره:
- نيت ليك په اصل كې هغه ليك ته ويل كيږي چې زده كوونكى پكې د خپلې خوښې د رشتې د انتخابولو لامل ذكر كوي. د نيت ليك ډېر اهميت لري. پدې لېك كې زده كوونكى بايد هغه حقيقي لاملونه ذكر كړي چې د خپلې خوښې د رشتې د انتخاب په برخه كې يې رول لوبولى دى. يواځې `شوق او علاقه` د رشتې د انتخاب په برخه كې كافي نه ده. داسې ډېر دلايل بايد وړاندې كړي چې له مخې يې د خپلې خوښې رشته انتخاب كړې ده.
- په پورتنۍ خانه كې د معلوماتو د ليكلو نه وړاندې نوماند زده كوونكى بايد له ځانه دا پوښتنه وكړي چې ``ولې يې دا رشته انتخاب كړې ده؟`` ددې پوښتنې د ځواب په رڼا كې دويمه پوښتنه دا ده چې `` د خپلې راتلونكې په اړه څه فكر كوې؟ په راتلونكې كې كومه دنده غواړې؟``
پدې برخه كې زده كوونكي تر ټولو لويه خطا داسې كوي چې درې واړو پوښتنو ته د زده كوونكي ځواب معمولاً له يو بل سره په ټكر كې وي. د بېلګې په ډول زده كونكي د طب رشته انتخاب كړې ده خو غواړي چې په راتلونكې كې په دولت كې د وزارت په څېر سياسي دنده ولري. دا ډول خطاګانې د زده كوونكو د نوم ليكنې د باطلېدو سبب ګرځي. په لنډه توګه دلته دوه مهم ټكي په نظر كې نيول كيږي. ۱- د زده كوونكي سوانح او اسناد بايد د نوموړي د خوښې د رشتې سره اړخ ولګوي. ۲- د راتلونكې په اړه د زده كوونكي پلانونه هم بايد د نوموړي د خوښې رشتې سره اړخ ولګوي. د زده كوونكو د ارزوونې پرمهال زموږ مسلكي ټيم، د نوم ليكنې په فورمه كې لاندې پوښتنو ته قانع كوونكي ځوابونه لټوي.
۱ – آيا زده كوونكي د انتخاب كړې رشتې د كاري ډګر په اړه پوره معلومات لري؟
۲ – آيا زده كوونكى د خپل ځان په اړه د انتخاب كړې رشتې سره د مناسبې راتلونكې لپاره پلان لري؟
۳ – آيا په تركيه كې د انتخاب كړې رشتې په اړه يې پوره معلومات حاصل كړې دي؟
- لنډه دا چې كه چېرې په نيت ليك كې پوتنيو پوښتنو ته په مستقيم يا غير مستقيم ډول ځوابونه وركړل شوي وي، زده كوونكى د انټرويو لپاره غوښتل كيږي.
يادونه: د نوم ليكنې د فورمه د ډكوولو پرمهال كوښښ وكړئ چې ساده جملې وكاروئ او فورمه پخپله ډك كړئ. كه چېرې فورمه ستاسې لپاره د بل چا لخوا ډك شوى وي او معلومات مو له سويې لوړ وي نو ارزوونكې ډله پدې پوهيږي چې دا فورمه تاسې نه دى ډك كړى. ځكه يې باطلوي.
- په نيت ليك كې لومړى د خپل ځان او كورنۍ په اړه لنډ معلومات وركړئ او بيا د خپلې راتلونكې د پلانونو په اړه خپلې موخې او هيلې وليكئ.

 


د ضمانت كوونكو په اړه معلومات

 

 

 


د بورسونو انتخاب
د بورسونو د انتخاب پرمهال په پاڼه كې د هغه لېست نه د خپلو زده كړو مناسب پروګرام انتخاب كړئ. د ماسټرۍ او دوكتورا لپاره د بورسونو پينځه پروګرامه موجود دي. ( د بورسونو د ډولونو په اړه پورته معلومات موندلى شئ.) 


پاملرنه!
- كه چېرې مركې `` انټرويو`` ته را وغوښتل شئ نو د نوم ليكنې پر مهال ستاسې لخوا د آپلاډ شوو ټولو اسنادو اصلي نسخې غوښتل كيږي.
مشوره:
- د نوم ليكنې پرمهال تر ټولو مهمه تېروتنه ، د زده كوونكو لخوا د رشتو د انتخاب په برخه كې ده. د بېلګې په ډول يو زده كوونكى چې په لېسه كې يې د طبعي علومو د نمرو اوسط تر ۹۰ سلنې ټيټ وي د طب پوهنځني ته مراجعه نشي كولاى. يا هغه كسان چې په لېسه كې يې د رياضي او فزيك د نمرو اوسط تر ۷۵ سلنې ټيټ دى خو دى بيا د انجينرۍ پوهنځنى انتخابوي. دا ډول انتخابونه په اتوماتيك ډول د نوم ليكنې د بهير د ردولو سبب كيږي. زده كوونكي بايد لومړى د خپلې سويې سره موازي رشتې انتخاب كړي.
- د طب د پوهنځي لپاره بورسونه ډېر كم دي. ددې امله د طب د پوهنځي په انتخابوولو كې ډېر احتياط وكړئ.


د اسنادو پورته كول ( آپلاډ)

 

پاملرنه!
- د نوم ليكنې د بهير د پاى ته رسولو نه وروسته بيا نشئ كولائ چې په فورمه كې خپلو معلوماتو ته بدلون وركړئ. ددې امله د نوم ليكنې د پاى ته رسولو نه وړاندې د فورمې په خلاصه كې خپل معلومات په دقيق ډول كنترول كړئ او بيا نوم ليكنه پاى ته ورسوئ.


د نوم ليكنې د پاى پاڼه
د نوم ليكنې د بهير د پاى ته رسولو نه وروسته لاندې پاڼه وګورئ. همداراز ستاسې برېښناليك ته به يو مننليك هم ولېږل شي.

هېره نه كړئ چې دقيقه نوم ليكنه ستاسې د برياليتوب ضمانت كوي.

ستاسې هر ډول پوښتنو ته آنلاين ځوابونه او ګټورې مشورې
زموږ د فېسبوك پاڼه خوښه كړئ تر څو د بورسونو په اړه آنلاين مشورې ترلاسه كړئ.
د فېسبوك د پاڼې پته: www.facebook.com/trtpashto يا په فېسبوك كې Trt Pashto ولیکئ او زموږ پاڼه ومومئ.
همداراز د افغانستان په وخت د سهار د ۱۱:۳۰ بجو نه د ماښام ۸:۳۰ بجو پورې ستاسې برېښناليكونو ته سمدستي ځواب دركول كيږي.
زموږ د برېښناليك پته: Pashto@trt.net.tr
د بورسونو د نتايجو او نورو معلوماتو په اړه زموږ انټرنيټي پاڼه هم مه هېروئ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه