د تركيې بورسونو ته د نوماندو د پام وړ!

ددې لپاره چې بورسونو ته د ټاكل كېدو چانس مو لوړ شي لاندې ټكو ته پوره پاملرنه وكړئ.

238417
د تركيې بورسونو ته د نوماندو د پام وړ!

نوم ليكنه آموزينه ده.
تركيه سږ كال د ټولې نړۍ هېوادونو ته ۵۰۰۰ تحصيلي بورسونه وركوي. داسې اټكل كيږي چې دې بورسونو ته به د نړۍ د ګوډ ګوډ نه لږ تر لږه ۱۰۰ زره `` يو لك`` كسان نوم ليكنه وكړي. پدې توګه د نوم ليكونكو د هرو سلو تنو نه يواځې ۵ تنه د بورسونو په اخيستلو بريالي كيږي.
هېره نكړئ چې تاسې د نوم ليكنې پرمهال د ټولې نړۍ نه ۱۰۰ زره كسانو سره رقابت كوئ. د نوم ليكنې پر مهال ستاسې دقت، ستاسې د برياليتوب ضامن دى.
د تركيې د بورسونو لپاره هېڅ ډول آزموينه نه اخيستل كيږي. د نوم ليكنې په فورمه كې پوښتل شوې پوښتنې د آزموينې حيثيت لري. ستاسې د اسنادو سربېره، په فورمه كې وركړل شوي ځوابونه لوستل كيږي او پدې ډول تاسې انټرويو ته راغوښتل كيږئ.
په نوم ليكنه كې بيړه مه كوئ.
۱ – د نوم ليكنې د پيل نه وړاندې خپل ټول اسناد را ټول او سكن كړئ.
۲ – د هويت په اړه خپل ټول معلومات د پاسپورټ له مخې، كه پاسپورټ نه لرئ د هويت د تذكرې له مخې ډك كړئ.
زموږ پشپړ لارښود ته انتظار وباسئ
د تركيې غږ د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې بشپړ تصويري لارښود او ګټورې مشورې به ژر تر ژره خپور كړي.
همداراز د نوم ليكنې په اړه ستاسې هر ډول پوښتنې او تازه معلومات به د وېبپاڼه او د فېسبوك د پاڼې له لارې خپاره شي.
په فېسبوك كې ستاسې پوښتنو ته آنلاين ځواب وركول كيږي.
موږ تعقيب كړئ


پيوندونه:

اړوند خبرونه