د لوګر د امنیې په قومندانۍ ډله ییز ځانمرګی برید وشو
د افغانستان د لوګر په ولایت کې د امنیتي په قومندانۍ ډله ییر برید وشو چې له امله يي لږ تر لږه ۲۰ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ .
د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش ویلي دي چې څلورو تنو ځانمرګیو برید کوونکو د لوګر ولایت د امنیې په قومندانۍ ډله ییز برید وکړ. نوموړي وویل چې دوو تنو ځانمرګي برید کوونکو لومړی د قومندانۍ په مخکې ځانونه والوزول او دوه تنه نور بیا قومندانۍ ته ننوتل.
برید کوونکو لومړی د پولیسو سره نښته وکړه او وروسته يي ځانونه د پخلنځي او طعام خانې تر څنګ ولوزول. په پیښه کې لږ تر لږه ۲۰ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د لوګر والي نیاز محمد امیري الجزیرې خبري کانال ته ویلي دي چې په برید کې ۲۰ تنه پولیس مړه او ۸ تنه نور ټپیان شول.
د برید مسولیت طالبانو منلی دی . د طالبانو ویاند د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې د برید مسولیت منلی دی او پدې برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته د درندو ځاني زیانونو د اړولو ادعا کړې ده .
دا برید پداسې حال کې کیږي چې نن د قندهار په ولایت کې په پولیسو برید وشو چې له امله يي ۶ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
همداشان نن د سهار په ساعتونو کې په کابل کې د امریکا سفارت ته نږدې چاودنه وشوه چې له امله يي د ښاروالۍ یو تن کارکوونکی مړ او دوه تنه نور ملکي وګړي ټپیان شول.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی