اوباما: هیواد يي په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت ته ژمن دی

215913
اوباما: هیواد يي په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت ته ژمن دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن وویل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر به تر وروستۍ درجې هلې ځلې وکړو.
ولسمشر اوباما نن د جرمني د لومړۍ وزیر انګلا مرکل سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې نه وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
ولسمشر اوباما پدې خبري غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې امریکا به د ټول افغانستان نه حفاظت وکړي.
اوباما زیاته کړه چې هیواد ېې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او په نوموړي هیواد کې د سولې او ثبات د راوستو په خاطر ژمن دی.
اوباما په ټینګار سره وویل چې افغان امنیتي ځواکونه باید چې په ډیرې ښې بڼې سره وروزل شي تر څو په هیواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې ښه مبارزه وکړي.
د یادولو وړ ده چې د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل د مونیخ د نړۍوال امنیتي کنفرانس نه وروسته د اوکراین او افغانستان په مسلو د خبرو په خاطر واشنګټن ته سفر وکړ.
مرکل د امریکا د ولسمشر سره د دواړه اړخیزو اړیکو سربیره د اوکراین او افغانستان په مسلو خبرې کړي دي.
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو د ځواکونو پوځي ماموریت د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۳۱ نیټه پایته ورسید او د ۲۰۱۵ کال د جنوري په لومړۍ نیټه د قاطع ملاتړ تر نامه لاندې نوی ماموریت پیل شو.
ناټو ویلي دي چې په ۲۰۱۵ کال کې به نږدې ۱۳ زره سرتیري د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ په خاطر په افغانستان کې پاتې کړي.
د بله پلوه په افغانستان کې د ټول هیواد امنیتي مسولیت پخپله افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی او بهرني ځواکونه یواځې ملاتړي ونډه ترسره کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه