په فاریاب کې د طالبانو یو تن قومندان په ګډون ۷ تنه ووژل شول

213085
په فاریاب کې د طالبانو یو تن قومندان په ګډون ۷ تنه ووژل شول

د افغانستان په شمال کې د فاریاب په ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه ۷ تنو طالبانو ژوند د لاسه ورکړ.
د سیمې د امنیتي سرچینو د خبر له مخې نن د سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځه نښته وشوه .
د فاریاب د امنیې قومندان جنرال محمد نعیم د معلوماتو له مخې په ننۍ نښته کې د سیمې د یو تن نامتو طالب قومندان قاري جمال په ګډون ۷ تنه طالبان ووژل شول.
نوموړي زیاته کړه چې پدې نښته کې یو شمیر طالبان جنګیالي ټپیان شوي هم دي چې د جګړې د سیمې نه وړل شوي دي. همداشان د طالب قومندان په ګډون د ۷ تنو مړي په سیمه کې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه