د کابل قندهار په لویه لاره ټرافیکي پیښې په لسګونو تنه ووژل
200841
د کابل قندهار په لویه لاره د قتل عام په څیر ټرافیکي پیښه رامنځته شوه .
د لومړنیو معلوماتو له مخې پيښه د زابل ولایت مرکز قلات په شاوخوا کې رامنځته شوې ده . د زابل ولایت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې نن د غرمې نه مخکې یو ۳۰۳ مساپر وړونکي بس او د تیلو ټانکر سد جنګیدو له امله دا پیښه رامنځته شوه.
سرچینې ویلي دي چې په پیښه کې شاوخوا ۴۰ تنه مړه او لس تنه ټپیان دي. د ټپیانو روغتیايي حالت هم باریکه دی. سرچینې ویلي دي چې د نوموړې ټرافیکي پیښې له امله په ۳۰۳ ډوله مساپروړونکي بس کې د سپرو مساپرو نه یواځې د ګوتو په شمیر کسان ژغورل شوي چې روغتیايي حالت يي ښه ندی.
سرچینې ویلي کیدای شي چې د مړو شمیره د ښودل شوي رقم هم لوړه شي.