د عدليې او اطلاعاتو او كلتور وزارتونو لپاره نوي كانديدان
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي وحدت كابينې ته دوه نوي نوماند وزيران معرفي كړل.
197832
د اشرف غني دويم مرستيال سرورو دانش ولسي جرګې ته د عدليې د وزارت لپاره نجيب الله فهيم او د اطلاعاتو د وزارت د پوست لپاره عبدالباري جهاني معرفي كړل.
پخوا د ولسمشر وياند څرګنده كړې وه چې اشرف غني به د ولسي جرګې لخوا د رد شوو نوماندو پر ځاى ژر تر ژره نور كسان معرفي كړي. ددې وزارتونو پخوانيو نوماندو د دوو تابعيتونو د درلودلو له امله ونشو كولاى چې د ولسي جرګې قناعت حاصل كړي.
د ولسي جرګې لخوا ۱۱ نوماند رد شوي وو چې پكې د افغانستان بانك رياست ته نوماند هم شامل وو.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی