د ملي وحدت حکومت د کابینې بل تن وزیر هم له نوماندۍ منصرف شو

190994
د ملي وحدت حکومت د کابینې بل تن وزیر هم له نوماندۍ منصرف شو

د افغانستان د ملي حکومت  د کابینې یو تن بل وزیر محمود صیقل هم  د خپلې نوماندۍ منصرف شو.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت په نوې کابینه کې د اوبو او برښنا د وزارت لپاره نوماند محمود صیقل خپلې نوماندۍ منصرف او پرځای عبدالرحمان صالحي د یاد شوي وزارت لپاره نوماند ټاکل شوی دی .
د یادولو وړ ده چې محمود صیقل د ولسمشر لخوا ولسي جرګې ته د کابینې د ورپیژندو نه لنډه موده وړاندې د خپلې نوماندۍ لاس په سر شو.
ویل کیږي د محمود صقیل پر ځای د اوبو او برښنا پخواني وزیر او جهادي مشر اسماعیل خان ته نږدې یو تن عبدالرحمان صالحي نوماند ټاکل شوی دی .
د یادولو وړ ده چې ددینه وړاندې د مالیې د وزارت لپاره نوماند ټاکل شوي جیلاني پوپل د دوه ګوني تابعیت له امله د نوماندۍ لاس په سر شوی وو.
همداشان د نوې کابینې دوه تنه نور نوماندان خاطره افغان او یعقوب حیدري هم د خپلې نوماندۍ لاس په سر شوي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه