د كورنيو چارو پر وزارت باندې د ډله ايز بريد مخنيوى
د افغانستان د ملي امنيت ادارې ويلي دي چې په كابل كې د كورنيو چارو د وزارت په ودانۍ باندې يې د ډله ايز بريد مخه نيولې ده.
188712
د افغانستان د ملي امنيت ادارې ويلي دي چې په كابل كې د كورنيو چارو د وزارت په ودانۍ باندې يې د ډله ايز بريد مخه نيولې ده. ددې ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي چې د پېښې په تړاو ۵ تنه نيول شوي دي.
دا كسان د كابل د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې نيول شوي دي.
همداراز د نيول شوو كسانو سره يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاس ته ورغلي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی