داعش د سوریې او عراق نه وروسته افغانستان ته خپه اوږده کړه

183703
داعش د سوریې او عراق نه وروسته افغانستان ته خپه اوږده کړه

داعش د سوریې او عراق نه وروسته افغانستان ته خپه اوږده کړه . دا لومړی ځل دی چې افغان چارواکي په هیواد کې د داعش د جنګیالیو د شتون پخلی کوي.
د افغانستان امنیتي چارواکیو ویلي دي چې یوه ډله چې په ځان يي د اسلامي دولت نوم ایښی د هیواد په سویل کې په ترهګریزو فعالیتونو پيل کړی دی .
د افغانستان د امنیتي چارواکیو په وینا د ملا عبدالروف په نامه یو تن په هلمند ولایت کې د داعش په پلوي په تبلیغاتو پيل کړی دی او د داعش لپاره د جلب او جذب فعالیت کوي. نوموړو خلکو ته بلنه ورکوي چې د داعش سره یو ځای شي.
د بله پلوه یادې شوې ډلې په سیمه کې د ځايي طالبانو سره هم نښته کړې ده . ځايي طالبانو د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د ملا عبدالروف سره یو ځای نشي او مرسته ورسره ونکړي.
د افغانستان د ۲۱۵ قول اردو د قومندان مرستیال جنرال محمود خان د اسوشیتید پرس خبري اژانس ته ویلي دي ، د سیمې یو زیات شمیر سپین ږیرو او مخورو جهادي څیرو او دیني علماو دوی ته چې د ملا عبدالروف په نامه یو تن دوی ته د اسلامي دولت یا داعش سره د یو ځای کیدو بلنه ورکړې ده .
د بله پلوه د نیمروز والي امیر محمد اخندزاده ویلي دي چې ملا عبدالروف د طالبانو د رژیم پخوانی قومندان دی چې د امریکا لخوا زنداني شوی وو.
د بله پلوه د افغانستان امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکیو ویلي دي چې ملا عبدالروف د طالبانو پخوانی قومندان دی چې د امریکا لخوا د نیولو نه وروسته ګوانتانامو ته استول شوی وو.
د سیمې خلکو ویلي دي چې یاده شوې ډله په سیمه کې د طالبانو سپین بیرغ نړولی او پر ځای خپل تور بیرغ ځوړولی دی . د هلمند ولایت یو تن قومي مشر صفي الله سنګینوال خبري رسنیو ته ویلي دي چې په سیمه کې د طالبانو او داعش د جنیګالیو ترمنځه په نښته کې ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. سنګینوال ویلي دي په سیمه کې یو شمیر خلک چې تل د جګړې پلوي کوي یوه ورځ سپنې جامې اغوندې او د طالبانو په نامه جګړه کوي او بله ورځ تورې جامې اغوندې او د داعش په لیکو کې جګړه کوي. دوی ټول یو خلک دي . دا ټول له بهره په افغانستان تپل شوي څیرې دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه