د افغانستان ملي امنیت په غزنې کې د خونړیزو بریدونو مخنیوی وکړ
د افغانستان د ملي امنیت منسوبینو د غزني په ولایت کې د ډیر لوی ډله ییز برید مخه ونیوله.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې په غزنې کې د ځانمرګیو برید کوونکو ۴ کسیزه ډله ونیوله. نیول شوو برید کوونکو په لومړنیو تحقیقاتو کې اعتراف کړی دی چې د غزني ولایت د عامه نظم د پولیسو په قطعې د برید هوډ درلود.
د افغانستان د ملي امنیت د ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د غزني په ولایت کې د ځانمرګیو برید کوونکو یوه ۴ کسیزه ډله چې د یو ستر ډله ییز برید پلان يي درلود خپلې شومې موخې ته د رسیدو نه مخکې ونیوله.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د ملي امنیت منسوبینو په غزني ولایت کې د یو راپور د ترلاسه کولو نه وروسته د ځانمرګیو برید کوونکو په ۴ کسیزې ډلې چاپه واچوله چې وروسته نښته پیل شوه.
په نښته کې یو تن ځانمرګی برید کوونکو ووژل شو او درې تنه نور د ځانمرګيو واسکټونو، ماشین ګڼو، تبناجو،لاسي بمونو، چاودیدونکو توکو او نورو توکو سره یو ځای ونیول شول.
نیول شوو برید کوونکو په لومړنیو څیړونو کې اعتراف کړی چې د غزني ولایت د عامه نظم پولیسو په قطعې د برید موخه د پاکستان نه رالیږل شوي دي.
نوموړو ویلي دي چې د دیني زده کړو په موخه پاکستان ته تللي وو چې په مدرسه کې د ځانمرګیو بریدونو لپاره وروزل شول.
برید کوونکي ویلي دي چې په پاکستان کې د ځانمرګیو بریدونو د زده کړو نه وروسته په غزني کې د اریس په نامه د طالبانو یو قومندان ته راواستول شول چې دادی د ملي امنیت لخوا ونیول شو.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی