كابينه به د چهار شنبې په ورځ اعلان شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ د سرچينو په اساس د نوې كابينې وزيران به د چهارشنبې پر ورځ ولسي جرګې ته معرفي شي.

170941
كابينه به د چهار شنبې په ورځ اعلان شي.

د ارګ يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې افشا شي د آزادۍ راډيو سره په خبرو كې ويلي دي چې نن د يكشنبې په ورځ د نوې كابينې پر سر خبرې اترې شوي دي.
ددې سرچينې په وينا ولسمشر اشرف غني احمدزى به دوشنبې او سې شنبې په ورځو د كابينې د نوماندو غړو سره جلا جلا ليدنه وكړي او د چهارشنبې په ورځ به يې په پارلمان ته ور وپېژني.
دا پداسې حال كې ده چې د افغانستان د پارلمان دواړه برخې، د مدني ټولنې استازي او هېوادوال د ملي وحدت له حكومته غوښتنه لري چې ژر تر ژره دي كابينه اعلان شي.
د معلوماتو له مخې د ملي وحدت كابينه به ۲۵ وزيران ولري چې ۱۳ يې د اشرف غني او ۱۲ يې د عبدالله عبدالله لخوا معرفي كيږي.
ددې ټولو سره سره دا لا هم څرګنده نه ده چې د چهارشنبې په ورځ به د افغانانو اوږد انتظار پاى ته ورسيږي او كه نه؟
سرچينه: د آزادۍ راډيو وېبپاڼه


پيوندونه:

اړوند خبرونه