د يوې مسافر وړونكې الوتكې د تښتولو پلان

د هندوستان د خبري رسنيو د خبر په اساس يوې ترهګرې ډلې د هندوستان د هوايي كرښو اړوند د ډيلي- كابل پر كرښې د يوې مسافر وړونكې الوتكې د د تښتولو پلان جوړ كړى دى.

170389
د يوې مسافر وړونكې الوتكې د تښتولو پلان

د ټايمز آف اېنډيا ورځپاڼې د هندي استخباراتي سرچينو د خبر له اساس ليكلي دي چې يوه ترهګره ډله پداسې پلان كار كوي چې د هندوستان د دريو لويو هوايي كرښو نه د يوې الوتكه د ډيلي- كابل پر لار وتښتوي.
د هندي استخباراتو ددې خبرداري نه وروسته په هوايي ډګرونو كې امنيتي تدابير زيات شوي دي. پدې اساس د الوتكو د كار كوونكو نه غوښتنه شوې ده چې د مسافرينو د ځاى پر ځاى كولو نه وروسته دې ټول بګاژ يو ځل بيا كنترول شي.
د ۱۹۹۹ كال پېښه
په ۱۹۹۹ كال كې د هندوستان د هوايي كرښو اړوند يوه الوتكه چې د نيپال پلازمېنې ته روانه وه د ترهګرو لخوا وتښتول شوه او د افغانستان د كندهار د ولايت په هوايي ډګر كې ناستې ته اړ ويستل شوه.
دا خبردارى پداسې حال كې كيږي چې د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما څرګنده كړه چې د هندوستان د جمهوريت د ورځې په مناسبت به نوموړي هېواد ته رسمي سفر وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه