د کابل د نړۍوال هوايي ډګر امنیتي مسولیت ترکانو په غاړه واخیست
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د حامد کرزي د نړۍوال هوايي دګر امنیت ترکي ځواکونو ته وسپارل شو.
په کابل کې میشتو ترکي ځواکونو د حامد کرزي د نړۍوال هوايي دګر امنیتي مسولیت د فرانسې نه رسمآ تسلیم شو.
د کابل د حامد کرزي د نړۍوال هوايي ډګر د امنیتي مسولیت د دوره تسلیمۍ په خاطر په جوړولو ځانګړو مراسمو کې په کابل کې د ترکیې لوی سفیر اسماعیل کورکمز، په افغانستان کې د ناټو د هوايي ځاوکونو قومندان جنرال جان مک مولن او د ترکي ځواکونو قومندان جنرال محمد حاهد باکر ګډون کړی وو.
پدې مراسمو کې د فرانسوي ځواکونو قومندان د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې ډیر خوښ یم چې نن ورځ د کابل د هوايي ډګر امنیتي مسولیت ډاډمندو او د باور وړ ځواکونو ته سپارو. ملګرو ته پدې نوې دنده کې د بریالیتوب هیله کوم.
پدې مراسمو کې بل ویناوال د ترکي ځواکونو قومندان جنرال جاهد باکر وویل ، په کابل او هوايي ډګر کې په دنده بوختو ټولو بهرنیو او کورنیو ځواکونو ته ډاډ ورکوو چې ، ستاسې د لا ښه امنیت په خاطر به په مسلکي ډول خپله دنده او مسولیت اجرا کړو.
د یادولو وړ ده چې په کابل کې د حامد کرزي د هوايي ډګر امنیتي مسولیت به د یو کال لپاره ترکي ځواکونه وساتي او د اړتیا په صورت کې به دا نیټه وغځول شي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی