امریکا او ناټو په افغانستان کې۱۳ کلن پوځي ماموریت نن پایته رسوي

162884
امریکا او ناټو په افغانستان کې۱۳ کلن پوځي ماموریت نن پایته رسوي

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو او ناټو ۱۳ کلنه جګړه او پوځي ماموریت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پایته رسیږي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه به د جون تر لومړۍ نیټې د افغانستان نه بهر شي. د جون د لومړۍ نيټې نه په اعتبار به یواځې ۱۳۵۰۰ تنه بهرني سرتیري په افغانستان کې پاتې شي.
پدې سرتیرو کې ۱۰۸۰۰ تنه يي د امریکا او پاتې د ناټو سرتیري دي. ناټو په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پایته رسوي خو امریکا ځینو عملیاتو ته دوام ورکړي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو پدې ۱۳ کلن پوځي ماموریت کې څه باندې ۳۵۰۰ تنو بهرنیو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی چې ۲۲۲۴ تنه يي امریکایان دي.
نن په کابل کې د ایساف په قومندانۍ کې د پوځي ماموریت د پایته رسولو په خاطر ځانګړې مراسم جوړیږی. بهرني سرتیري په افغانستان کې د خپل ماموریت د پایته رسونې خوښي کوي.



پيوندونه:

اړوند خبرونه