په ۲۰۱۴ كال كې په افغانستان كې د وژل شوو ملكيانو شمېره

د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په اړه د خپل وروستي راپور له مخې څرګنده كړې ده چې ۲۰۱۴ د هېواد تر ټولو خونړى كال بلل شوى دى.

154724
په ۲۰۱۴ كال كې په افغانستان كې د وژل شوو ملكيانو شمېره

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په تېرو څه كم ۱۲ مياشتو كې ۹ زره ۶۰۰ ملكي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نيكولاس هايسم خبريالانو ته وويل چې د ملكي وګړو د تلفاتو په شمېره كې د تېر كال په پرتله ۱۹ سلنه زياتوالى راغلى دى. د ۲۰۰۹ كال راهيسې دا تر ټولو لوړه شمېره بلل كيږي.
د سږني كال د راپور له مخې په افغانستان ۳ زره ۱۸۸ تنه ملكيان وژل شوي او ۶ زره ۲۲۹ تنه نور ټپيان شوي دي. په راپور كې راغلي دي چې ۷۵ سلنه د ځانمرګو او وسله والو بريدونو او ماينونو د چاودنې په پايله كې وژل شوي او يا ټپيان شوي دي. ددې بريدونه پړه د طالبانو پر غاړه ده.
په ۲۰۱۴ كال كې د امنيتي ستونزو د زياتوالي اصلي لامل په هېواد كې د ولسمشرۍ د ټاكنو ترسره كېدل وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه