سرتاج عزيز: پر افغانستان د بريد پلان نه لرو.

د پاكستان د لومړي وزير نواز شريف د ملي امنيت سلاكار سرتاج عزيز د نوموړي هېواد خبري رسنيو سره په خبرو كې وويل چې پاكستان داسې كوم پلان نه لري چې له مخې به د افغانستان په خاوره كې د ترهګرو په پټنځايونو باندې عمليات وكړي.

220877
سرتاج عزيز: پر افغانستان د بريد پلان نه لرو.

سرتاج عزيز دا څرګندونې په داسې حال كې كوي چې دوه ورځې وړاندې پاكستاني خبريو رسنيو ليكلي چې كه چېرې افغان امنيتي ځواكونه د طالبانو پر وړاندې جدي اقدامات ونكړي نو د پاكستان پوځ به په افغانستان كې د طالبانو پر پټنځايونو بريدونه وكړي.
په پېښور كې پر ښوونځي باندې د خونړي بريد يوه ورځ وروسته د پاكستان د وسله والو ځواكونو لوى درستيز او د نظامي استخباراتو آى اېس آى مشر افغانستان ته په يو ناڅاپي سفر كې د افغان سيالانو سره د ترهګرۍ په اړه د ګډې مبارزې په موخه خبرې اترې وكړې.
سرتاج عزيز څرګنده كړه چې د پېښور د ښوونځي د خونړي بريد په برخه كې به د بهرنيو هېوادونو استخبارات په لاس لرو تورن نه كړي. په ځانګړي توګه د هندوستان د بهرنيو استخباراتو پر ادارې RAW تور نه لګوي.
د نوموړي په وينا پاكستان او افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په كولو سلا شوي دي. همداراز دواړو هېوادونو هوكړه كړې ده چې هېچا ته به اجازه ورنكړي چې خاوره يې د يو بل په مقابل كې وكارول شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه