د افغانستان په اړه د جنرال حميد ګل څرګندونې

جنرال حميد ګل: تر هغه پورې چې بهرنيا له افغانستانه نه وي وتلي هېڅوك نشي كولاى چې د طالبانو د بريدونو مخه ونيسي.

148640
د افغانستان په اړه د جنرال حميد ګل څرګندونې

د پاكستان د استخباراتو پخواني مشر جنرال حميد ګل په اسلام آباد كې د يوې سيمه ايزې ورځپاڼې سره په مركه كې تره هغه پورې چې امريكايي ځواكونه په افغانستان كې د طالبانو د بريدونو مخنيوى امكان نه لري.
حميد ګل د پاكستان د نيوز انټرنشنل د ورځپاڼې سره په مركه كې څرګنده كړه چې له افغانستانه بې له قيده او شرطه د بهرنيو ځواكونو وتل د افغانستان د سولې لپاره لار هوارولى شي.
حميد ګل دا هم وويل چې امريكا په لومړي سر كې په افغانستان كې د ۹۸۰۰ سرتېرو د پاتې كېدو خبر وركړى وو چې دا شمېره اوس ۱۰۸۰۰ تنو ته رسېدلې ده. پدې سره په افغانستان كې سوله نه راځي.
حميد ګل زياته كړه چې `` لكه څرنګه چې ما پخوا هم ويلي دي آزادي او ايمان د افغانستان دوه نه بېلېدونكي ارزښتونه دي.``
ځينې كارپوهان وايي چې د جنرال حميد ګل څرګندونې په حقيقت كې د طالبانو نه د آى اېس آى د ښكاره ملاتړ په معنى دي.
د پاكستان د استخباراتو د پخواني مشر جنرال حميد ګل څرګندونې په افغانستان كې د يو شمېر ډلو د سخت غبرګون سره مخامخ شوې. افغان چارواكي تل پدې ټينګار كوي چې د پاكستان استخبارات د طالبانو نه پټ او ښكاره ملاتړ كوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه