د افغانستان په اړه د اوباما پټ فرمان

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما د محرمانه فرمان د لاسليكولو سره په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د نظامي عملياتو موده يو كال نوره هم وغځوله.

202358
د افغانستان په اړه د اوباما پټ فرمان


ددې فرمان له مخې چې د امريكا د نيويارك ټايمز ورځپاڼې لاس ته ورغلى دى امريكايي ځواكونه به د ۲۰۱۵ كال په اوږدو كې هم په افغانستان كې د نظامي عملياتو صلاحيت ولري.
ورځپاڼې ليكلي دي چې دا فرمان د اوباما لخوا د امريكا د ملي امنيت د سلاكار سره د ليدنې نه وروسته لاسليك شوى دى.
دا پداسې حال كې ده چې اوباما د روان ميلادي كال د مې په مياشت كې د يوې وينا پرمهال څرګنده كړې وه چې امريكايي ځواكونه به په ۲۰۱۵ كال كې په افغانستان كې خپل نظامي ماموريت پاى ته ورسوي. د اوباما په وينا يواځې ۹۸۰۰ امريكايي سرتيرې به په افغانستان كې پاتې شي تر څو د افغان ځواكونو د روزنې او د القاعدې د غړو د پلټنې په برخه كې به مرستې وكړي.
د اوباما د نوي فرمان په اساس به امريكايي ځواكونه په افغانستان كې د طالبانو او د دولت د نورو مخالفو وسله والو ډلو پر وړاندې نظامي عمليات ترسره كړي. همداراز نه يواځې هوايي ځواكونه بلكې د امريكا پلي ځواكونه به هم د افغان ځواكونو سره اوږه په اوږه د طالبانو سره مبارزه وكړي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه