سرتاج عزيز د خپلو خبرو سپيناوى وكړ.

199609
سرتاج عزيز د خپلو خبرو سپيناوى وكړ.

د پاكستان د لومړي وزير نواز شريف د ملي امنيت سلا كار سرتاجعزيز د خپل افغان سيال محمد حنيف اتمر سره د ټيلفون پر كرښه د خبرو په ترڅ كې وويل چې د افغان طالبانو په اړه د بي بي سي اوردو سره په مركه كې څرګندونې ناسم تعبير شوي دي.
نوموړي وويل چې د افغان طالبانو په اړه څرګندونې يې د تېر په اړه وې.
د ملي امنيت د شورا لخوا پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي چې سرتاج عزيز ټينګار وكړ چې پاكستان د ټولو ترهګري ډلو سره مبارزه كوي.
عزيز څرګنده كړه چې اوسمهال په پاكستان كې د ترهګرو پر وړاندې روانو عملياتو كې ټولې ترهګرې ډلې په نښه كېږي.
عزيز يو ځل بيا وعده وكړه چې پاكستان به د افغانستان سره د يو زيات شمېر ستونزو په آواري كې هلې ځلې وكړي. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمېنځ په اوږدمهالې همكارۍ باندې ټينګار وكړ.
سرتاج عزيز پخوا څه ويلي وو؟
د پاكستان د ملي امنيت سلا كار سرتاج عزيز درې ورځې وړاندې د بي بي سي اوردو سرويس سره په مركه كې څرګنده كړې وه چې پاكستان به يواځې هغه ترهګر په نښه كړي چې د نوموړي هېواد لپاره ګواښ دي. د عزيز په وينا ``پاكستان ولې هغه سختدريځي په نښه كړي چې د پاكستان لپاره خطر نه رامنځته كوي. د افغان طالبانو او حقاني شبكه د افغانستان پورې اړه لري. افغان حكومت بايد د نوموړو سره د خبرو اترو پرېكړه وكړي.`
عزيز په ۹۰مو ميلادي كلونو كې د طالبانو نه د ملاتړ په اړه وويل چې اوسمهال افغان طالبان او د حقاني شبكه زموږ تر كنترول لاندى نه ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه