ارګ: د شپې لخوا د عملياتو د تر سره كولو خبر بې بنسټه دى.

د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ ارګ د رسمي سرچينو په اساس هغه راپورونه بې بنسټه بلل شوي دي چې له مخې يې ګواكې افغان امنيتي ځواكونو ته د شپې لخوا د عملياتو د ترسره كولو اجازه وركړل شوې ده.

189840
ارګ:  د شپې لخوا د عملياتو د تر سره كولو خبر بې بنسټه دى.



پرون ځينو خبري رسنيو پرون څرګنده كړې وه چې د افغانستان د ملي امنيت د شورا د طرزالعمل له مخې افغان امنيتي ځواكونه ددې حق لري چې د شپې لخوا عمليات ترسره كړي.
د ارګ اعلاميه په لاندې ډول ده:
(د شپې لخوا د پوځي عملیاتو په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت دریځ
ارګ، کابل: کوم راپورونه چې په رسنیو کې د افغان امنیتي چارواکو څخه نقل قول شوي دي چې ګواکې افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو ته د شپې له خوا د عملیاتو اجازه ورکړ شوې ده او یا به اجازه ورکړ شي کاملا غلط او بی بنسټه دي.
هیڅ ډول نظامي عملیاتو ته د شپې له خوا اجازه نه ده ورکړل شوې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د افغانستان امنیت شورا ته دنده سپارلې تر څو یو طرزالعمل د افغانستان د ټولو اړوند قوانینو، اسلامي او افغاني ارزښتونو او د افغانانو د دود او ځایی عنعنو سره په بشپړه توافق کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو د څرنګوالې د تنظیم لپاره چمتو کړي.
دغه طرزالعمل به رئیس جمهور په خپله یو ځل ګوري او وروسته له هغه چې ډاډ تر لاسه شي چې په دغه عملیاتو کې افغانانو ته او افغان امنیتي ځواکونو ته کوم خطر او زیان متوجه نه دی، کیداي شي چې عملیات تر سره شي.
دغه طرزالعمل تر کار لاندې دی او تر اوسه پورې نهایي شوی نه دی)


پيوندونه:

اړوند خبرونه