د فلسطين د خپلواك دولت د جوړېدو نوى امېد

د اروپايي ټولنې د امنيت او بهرني سياست عالي استازې فدريكا موګريني وويل چې د فلسطين خپلواك دولت بايد جوړ شي.

186004
د فلسطين د خپلواك دولت د جوړېدو نوى امېد

د اروپايي ټولنې د امنيت او بهرني سياست عالي استازې فدريكا موګريني وويل چې د فلسطين خپلواك دولت بايد جوړ شي. موګريني په غزه كې د اسراييلو عاموژنې ته په اشارې سره وويل چې `` غزه د يوې بلې جګړې د منلو تحمل نه لري. غزه داسې سږو ته اړتيا لري چې نفس واخلي. د اروپايي ټولنې په استازيتوب پدې برخه كې هلو ځلو ته دوام وركوو.``
موګريني په غزه كې د فلسطيني چارواكو سره د ليدنې په ترڅ كې وويل چې ``په سيمه كې د فلسطيني دولت جوړېدل شرط دي. نهايي حل لاره هم همدا ده. د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو دريځ روښانه ده.
موګريني پداسې حال كې د غزې نه ليدنه وكړه چې په بيت المقدس كې د مسجد الاقصى په شاوخوا كې تاوتريخوالى روان دى. موګريني څرګنده كړه چې په غزه كې په شپږو كلونو كې ۳ ځله جګړه وشوه. غزه د څلورمې جګړې تحمل نه لري. د اسراييلو په بريدونو كې د ويجاړو شوو كورونو د خاوندانو سره اروپايي ټولنه مرستې ته تياره ده.``
موګريني زياته كړه چې `` كه چېرې همداسې لاس تر زنې كښېنو نو دا حالت به څلوېښت كاله نور هم دوام وكړي. موګريني وويل كه څه هم اروپايي ټولنه په مستقيمه توګه د فلسطين د دولت په رسميت پېژندلو صلاحيت نه لري خو پدې برخه كې د ټولنې د غړو هېوادونو دريځ روښانه دى. موګريني په فلسطين كې د حماس او الفتحې د ډلو ترمېنځ اختلافونو ته هم په اشارې سره وويل چې هيله لري چې د فلسطين د خلكو د ښېګڼې لپاره د ګډ كار زمينه برابره شي.
فدريكا موګريني د تېرې سې شنبې په ورځ د ايټالوي ورځپاڼو سره په مركه كې ويلي وو چې `` د خپلې دندې د مودې د پاى ته رسېدلو نه وړاندې د خپلواك فلسطيني دولت د جوړېدو له امله به ډېره خوشاله شم.``
موګريني شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د ۲۰۱۴ كال د نوامبر د مياشتې په لومړۍ نېټه د اروپا د امنيت او بهرني سياست د عالي استازې په توګه وټاكل شوه د دندې موده يې ۵ كاله دوام كوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه