اشرف غني د وينې مركزي بانك ته خپله وينه ډالۍ كړه.

د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ `` ارګ`` د خبري سرچينې د خبر له مخې ولسمشر محمد اشرف غني د محرم د مياشتې د لسمې نېټې `` عاشورا `` د ورځې په مناسبت د افغانستان د وينې مركزي بانك ته وينه ډالۍ كړه.

179017

ولسمشر غني د عاشوران ورځې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته تسليت وړاندې كړ او څرګنده يې كړه چې ټول هېوادوال بايد پدې كمپاين كې ګډون وكړي. غني زياته كړه وياړم چې د هېواد د ملي اوردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت د ځواكونو لپاره خپله وينه ډالۍ كوم.
پدې كمپاين كې د ولسمشرۍ دويم مرستيال محمد سرور دانش هم ګډون وكړ او يو مقدار وينه يې وركړه.
د يادولو وړ ده چې د افغانستان نامتو هنرمند فرهاد دريا د اكتوبر د مياشتې په ۲۹ نېټه ورته كمپاين پيل كړى وو او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په ګډون يې ۷ تنو مشهورو سياسي څېرو ته چلنج وركړى وو چې پدې كمپاين كې ګډون وكړي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه