د نشه ايي توكو سره د مبارزې په پلمه ۷ ميليادره ډالره غلا

په ۲۰۱۳ كال كې د نشه ايي توكو كركيله د ۲۰۰۷ كال په پرتله دوه برابره شوي دي.

175261
د نشه ايي توكو سره د مبارزې په پلمه ۷ ميليادره ډالره غلا

د افغانستان د بيا رغاونې د چارو په برخه كې د امريكا د متحدو ايالتونو سر مفتش جان سوپكو وايي چې په افغانستان كې د نشه ايي توكو سره د مبارزې په موخه واحده ستراتيژي نشته دى.
نوموړي وويل چې تر اوسه پورې په افغانستان كې پدې برخه كې ۷ ميليادره ډالره لګول شوي دي چې هېڅ ډول اغېزه يې نه معلوميږي.
سوپكو دا هم وويل چې د نشه ايي توكو باندې ولاړ اقتصادي وده به د افغانستان اقتصادي راتلونكې او د بيا رغاونې بهير د خطر سره مخامخ كړي. سوپكو اعتراف وكړ چې امريكا دې موضوع ته پوره پاملرنه نه ده كړې.
د پله پلوه د افغانستان لپاره د امريكا د سر مفتش ډله يا سيګار پخپل دري مياشتني راپور كې څرګنده كړه چې امريكا او نړيوالې ټولنې د نشه ايي توكو سره د مبارزې په برخه كې پوره پاملرنه نه ده كړې.
دا پداسې حال كې ده چې امريكا هر كال په افغانستان كې د ۱۲،۷ ميليونه ډالرو په ارزښت ترياك نيسي. د بله پلوه د نشه توكو پر وړاندې د قانون د پلي كولو په موخه اړوندو ارګانونو تر اوسه پورې ۳ ميليارده ډالره لګولې دي.
سوپكو پدې اند چې په هېواد كې د نشه ايي توكو كر كيله او قاچاق د وسله والو مخالفينو سره مستقيمې اړيكې لري.
جان سوپكو وايي چې په ۲۰۱۳ كال كې د نشه ايي توكو كركيله د ۲۰۰۷ كال په پرتله دوه برابره شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه