له هلمنده د امريكا او انګلستان الوتكو هم پرواز وكړ.

د افغانستان په سوېل لوديځ كې د امريكايي او انګليسي ځواكونو تر ټولو لويه نظامي هډه پرون د يو لړ مراسمو په ترڅ كې افغان ځواكونو ته وسپارل شوه.

173017
له هلمنده د امريكا او انګلستان الوتكو هم پرواز وكړ.

د افغانستان په سوېل لوديځ كې د امريكايي او انګليسي ځواكونو تر ټولو لويه نظامي هډه پرون د يو لړ مراسمو په ترڅ كې افغان ځواكونو ته وسپارل شوه.
د آيساف وياند څرګنده كړه چې نن د نوموړې هډې نه نظامي الوتكو هم پرواز وكړ.
د وياند د څرګندونو له مخې په افغانستان كې د انګلستان د هېواد نظامي عمليات د يكشنبې په ورځ په رسمي توګه پاى ته ورسېدل. پدې چوكاټ كې هغه الوتكې هم انتقاليږي چې په هډه كې يې د څو كلونو راهيسې د طالبانو پر وړاندې عمليات ترسره كول.
د تېرو ۱۳ كلونو راهيسې د افغانستان په سوېل لوديځو سيمو كې ټول نظامي عمليات د همدې سيمې نه كنترولېدل.
د يادولو وړ ده چې د انګلستان هېواد چې د تېرو ۱۳ كلونو راهيسې په افغانستان كې د طالبانو پر وړاندې جګړه كوله خپله ۴۵۳ سرتيري يې له لاسه وركړل.
د نوموړي هېواد لومړي وزير ډېوېډ كامرون وويل چې په افغانستان كې د انګليسي سرتېرو قرباني به هېڅكله هم هېره نشي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه