ملي امنيت: په ننګرهار كې د القاعدې د مشر الظواهري زوم وژل شوى.
ملي امنیت وايي، پېښه د روانې تلې پر ۲۶ د نازیانو ولسوالۍ په لعل منډي کې شوې ده.
د بي بي سي په حواله د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د ختیځ ننګرهار نازیانو ولسوالۍ کې د ''القاعدې'' شبکې د یوه قومندان عبدالصمد خنجري پر کور بمبار کې د القاعدې شبکې یو لوړپوړی مشر ابوالبراء الکویتي وژل شوی.
ملي امنیت وايي، پېښه د روانې تلې پر ۲۶ د نازیانو ولسوالۍ په لعل منډي کې شوې ده.
سرچینې الکویتي د افغانستان په ختيځ کې د ''القاعدې'' شبکې یو جګپوړی مشر بللی، چې په وینا یې ددغې شبکې د اوسني مشر ایمن الظواهري خپلوان هم دی.
ویل کېږي، چې د برید په ځای کې یو کلاشنیکوف، یوه پیکا او یو ورونپاسی (لپ ټاپ) کمپیوټر هم د ملي امنیت سرتېرو لاسونو ته ورغلي دي.
وړاندې د ملي امنیت ادارې بي بي سي ته دغه وژنه تایید کړې وه، چې په وینا یې الکویتي د القاعدې شبکې د اوسني مشر ایمن الظواهري زوم دی.
سرچينه : بي بي سي پښتو
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی