افغانستان ته د اردوغان څو زيري

ددې تاريخي سفر په ترڅ كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ ستراتيژيك تړون لاسليك شو. ددې تړون له مخې به تركيه له افغانستانه اوږدمهاله اقتصادي، سياسي او كلتوري ملاتړ ته دوام وركړي. دواړه هېوادونه به په سيمه كې د روانو كړكېچونو د حل لارې په موخه ګډې هلې ځلې وكړي. سربېره پر دې د افغانستان د روښانه راتلونكې په لار كې تركيه مهم رول ولوبوي.

162717
افغانستان ته د اردوغان څو زيري


د همدې امله كابل ته د اردوغان د سفر لاسته راوړنې د دواړو هېوادونو لپاره په ځانګړي توګه د افغانستان لپاره اهميت لري. هغه زيري چې اردوغان د خپل افغان سيال سره په ليدنه كې وكړل په لاندې ډول دي.
۱- په كابل كې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د پوهنتون جوړول:

ټاكل شوې ده چې دا پوهنتون د تركيې لخوا جوړ او ټولې اكاډيميكې چارې يې پر مخ لاړې شي. دا پوهنتون به د افغانستان د لوړو زده كړو د سكتور تر ټولو مهم ځاى وي.
۲- په تركيه كې د افغان امنيتي ځواكونو د درملنې په موخه وړيا امكانات:

ددې سفر په ترڅ كې تركي چارواكو وعده وكړه چې افغان امنيتي ځواكونه چې په نښتو او چاودنو كې ټپيان كيږي د هر اړخيزې درملنې لپاره به تركيې ته واستول شي. د درملنې په چوكاټ كې به معيوبينو لپاره د بدن مصنوعي غړي او نور طبي امكانات هم په نظر كې ونيول شي.
۳ – تركيه به د فضايي چارو په برخه كې د افغانستان سره مرستې وكړي.

تركيې وعده وكړه چې د هوايي او فضايي چارو په برخه كې به خپلې تجربې او تخنيكي امكانات د افغانستان د مسلكي كسانو سره شريك كړي.
۴ – د ماين پاكۍ په برخه كې مرسته:

اردوغان وعده وكړه چې هېواد به يې د سرك د غاړې د ماينونو د خنثى كولو په موخه افغان امنيتي ځواكونو ته تخنيكي وسايل او زده كړې وركړي.
۵ – په تركيه كې د افغان امنيتي ځواكونو روزنه:

كه څه هم د ۲۰۱۱ كال راهيسې هر كال شاوخوا ۵۰۰ افغان پوليس په تركيه كې د ۶ مياشتو لپاره مسلكې زده كړې كوي او بېرته هېواد ته ستنيږي خو دا مرستې كافي نه دي. تركيې هوكړه وكړه چې امنيت او ثبات د ټينګښت لپاره به خپلې ټولې تجربې د افغانانانو سره شريكې كړي.
۶- ترانزيتي لار:

د لاجوردو د لارې د جوړولو په برخه كې به تركيه د افغانستان سره مرسته وكړي. پدې ډول د افغانستان – تركمنستان – كسپين د بحيري ترانزيتي لار به د تركيې په مرسته جوړه شي. دا لار به ځمكې لارې افغانستان په مستقيم ډول د تركيې سره وصل كړي. دا ترانزيتي لار د لاجوردو په لار شهرت لري.
۷ – د استانبول د بهير بيا پيل: تركيه د افغانستان او پاكستان دواړو سره نږدې تاريخي اړيكې لري. د تركيې – افغانسان – پاكستان ترمېنځ د درې اړخيزې سرمشريزې چارې چې د استانبول د بهير په نامه هم ياديږي له سره پيليږي. درې واړه هېوادونه تمه لري چې خپلمنځي ستونزې د لوديځ د مداخلې پرته پخپله آوارې كړي.
۸ – سوداګريزي اړيكې:

اردوغان هيله څرګنده كړه چې تركي پانګه وال به د كانونو او نفتو د استخراج، سوداګرۍ، ساختمان او بنسټيزو پروژو د عملي كولو په برخه كې په افغانستان كې پانګه اچوونه وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه