افغان چارواكي: افغانستان د پرزه شوو الوتكو مسووليت نه لري.

153763
افغان چارواكي: افغانستان د پرزه شوو الوتكو مسووليت نه لري.

د افغانستان د هوايي ځواكونو عمومي قوماندان جنرال عبدالوهاب وردك وايي چې د د بګرام په هوايي ډګر كې د پرزه شوو الوتكو په اړه افغان حكومت معلومات نه لري.
وردك څرګنده كړه چې د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا افغان ملي اوردو ته له ايټاليا نه پېرودل شوې ۱۶ الوتكې يې يواځې ۸ مياشتې وكارولې او ۵ كاله وړاندې بېرته امريكايي مقاماتو ته سپارلې دي او بيا پدې اړه يې معلومات ندي ترلاسه كړي.
تېره اونۍ د امريكا د تفتيش ځانګړې ادارې سيګار د افغانستان سره د ترسره شوو مرستو د څرنګوالي په اړه يو راپور كې څرګنده كړې وه چې ۱۶ جي ۲۲۲ او سي ۲۷ ډوله باروړونكې نظامي الوتكې چې ټول ارزښت يې تر ۵۰۰ ميليونه زيات وو په ۳۲ زره ډالره خرڅې شوي دي. دا الوتكې لومړى پرزه شوي او بيا د كباړو په بيه پلورل شوي دي.
د يادولو وړ ده چې د افغانستان د دفاع د وزارت د شمېرو له مخې اوسمهال هوايي ځواكونه ۹۰ الوتكې لري چې ۵۰ يې جنګي او پاتې ۴۰ يې ترانسپورتي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه