د بلخ پر امنيې قوماندانۍ ډله ايز بريد وشو.

154024
د بلخ پر امنيې قوماندانۍ ډله ايز بريد وشو.

نن سهار د بلخ ولايت پر امنيې قوماندانۍ باندې د ځانمرګو بريد كوونكو لخوا ډله ايز بريد وشو.
د ولايت چارواكي وايي چې تر اوسه پورې ۴ تنه پوليسان روغتون ته لېږدول شوي دي.
ويل كيږي چې بريد كوونكي دوه تنه ول او د پوليسو په لباس كې د قوماندانۍ طعامخانې ته ننوتي او له هغه ځايه يې په ډزو پيل كړى دى.
د بلخ د ولايت د پوليسو د امنيت آمر عبدالرزاق قادري خبريالانو ته وويل چې اوسمهال دواړه بريد كوونكي وژل شوي او بريد پاى ته رسېدلى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه