۴۹۶ تنو افغان پولیسو په ترکیه کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل

۴۹۶ تنو افغان پولیس چې د عالي مسلکي زده کړو په موخه ترکیې ته راغلي ول د شپږ میاشتو زده کړو نه وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړ.

146370
۴۹۶ تنو افغان پولیسو په ترکیه کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل

۴۹۶ تنو افغان پولیس چې د عالي مسلکي زده کړو په موخه ترکیې ته راغلي ول د شپږ میاشتو زده کړو نه وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړ.
۴۹۶ تنه افغان پولیسو تیره ورځ د ترکیې د سیواس ولایت د پولیسو په عالي مسلکي اکادمۍ کې د شپږو میاشتو زده کړو نه وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د سیواس ولایت د پولیسو په عالي مسلکي اکاډمۍ کې افغان پولیسو ته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول.
پدې مراسمو کې په ترکیه کې د افغانستان سفیر امان الله جیهون، نظامي اتشې ډګروال ظهیرالدین نظري ، د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت لوړپوړو چارواکیو او د ترکیې د پولیسو یو شمیر چارواکیو ګډون کړی وو.
په ترکیه کې د افغانستان سفیر امان الله جیهون پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې دا د خوښۍ ځای دی چې نن د سیواس د پولیسو په عالي مسلکي اکاډمۍ کې د افغان پولیسو د څلورمې دورې د فراغت شاهدي کوو. جیهون زیاته کړه چې افغان پولیس دلته ډیر ګټور او مهم مسلکي شیان زده کوي او په خپل هیواد ته خدمت کوي.
امان الله جیهون وویل چې په ترکیه کې د دندې د پیلولو نه راپدیخوا څو ځله سیواس نه لیدنه کړې ده او د سیواس د پولیسو په عالي مسلکي اکاډمۍ کې د پولیسو روزنه د نږدې نه لیدلې ده . په واقعیت سره چې افغان پولیس مسلکي او ډیر مهم شیان زده کوي.
په مراسمو کې بل ګډونوال د سیواس د ولایت سرپرست مصطفی ایدن بیا وویل چې په سیواس کې د افغان پولیسو د روزلو له امله ویاړو. افغان پولیسو ته پدې اکاډمۍ کې هر ډول پولیسې زده کړې ورکول کیږي. په کومه برخه کې چې اړتیا ولري په هغه برخه کې روزل کیږي.
په مراسمو کې بل ویناوال د جاپان د هیواد د همکاریو ځانګړې استازي مایومي اندوح د افغان پولیسو د روزنې په برخه کې د ترکیې د هلو ځلو او همکاریو نه مننه وکړه .
همداشان پدې مراسمو کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تعلیم او تربیې عمومي ریس پاسوال معشوق احمد سیلاب په خپله وینا کې د افغانستان او ترکیې ژورې دوستۍ او ورورولۍ ته په اشارې سره وویل چې دې دوو هیوادونو تل یو بل ته په ډیرو سختو شرایطو کې د مرستې لاس اوږد کړی دی . نوموړي زیاته کړه چې د سیواس د پولیسو په عالي مسلکي اکاډمۍ کې د افغان پولیسو د روزنې په خاطر هر ډول شرایط برابر شوي دي . افغانستان تر ننه پورې ترکیې ته په ۱۲ برخو کې ۴ دورې پولیس د روزنې په موخه راستولي دي . تر ننه پورې ترکیې ۲۱۴۸ تنه افغان پولیس روزلي او د فراغت سندونه يي ورکړي دي .
همداشان پدې مراسمو کې د سیواس د پولیسو د عالي مسلکي اکاډمۍ مشر رستم تامیل وویل چې په ۲۰۱۱ کال کې د سیواس په پولیسو په عالي مسلکي اکاډمۍ کې د افغان پولیسو لومړنۍ جوپې په زده کړو پیل وکړ چې دادې نن د څلورمې دورې د فراغت شاهدي کوو.
نوموړي وویل چې د پولیسو په اکاډمۍ کې هر ډول شرایط برابر دي او هڅه کوي چې اکاډمي لا په پرمختللو وسایلو سمبال کړي.
د مراسمو په پای کې افغان پولیسو لوړه وکړه او د فراغت سندونه يي ترلاسه کړل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه