په بادغیس کې د موټر د چپه کیدو په پيښه کې ۳۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ
د افغانستان د بادغیس په ولایت کې د مساپروړونکې موټر د چپه کیدو له امله ۳۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د بادغیس د والي ویاند احمد الله علي زي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د یاد شوي ولایت د اب کمري په ولسوالۍ کې د یو موټر د چپه کیدو له امله ۳۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
نوموړي وویل چې پیښه پرون د خالي په ورځ رامنځته شوه .
د علي زي په وینا یو لارۍ ډوله موټر چې د انسانانو سربیره حیوانات هم پکې بار ول او د غرنیزه ولسوالیو په لورې سفر کولو د اب کمري په ولسوالۍ کې په یو غرنیزه سیمه کې چپه شوی دی چې له امله ۳۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي .
د بله پلوه د بادغیس د ولایتي شورا ریس عبدالمجید شکیب ویلي دي چې په نوموړې لارۍ ډوله مساپروړونکې موټر کې ۱۸۰۰ کیلو بار هم شتون درلود.
د افغانستان په غرنیزه سیمو کې چیرته چې ډیر سړکونه پخانه ندي وخت نا وخته دیته ورته پیښې رامنځته کیږي.