د افغانستان په ختیځ کې د ناټو یو تن سرتیری ووژل شو

87799
د افغانستان په ختیځ کې د ناټو یو تن سرتیری ووژل شو

د ناټو ځواکونو د افغانستان په ختیځ کې د یو خپل یو تن سرتیري د وژل کیدو نه خبر ورکړ.
په افغانستان د ناټو میشتو ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې نن د افغانستان په ختیځ کې ددوې یو سرتیری په یو برید کې ووژل شو.
د ناټو د برید د جزیاتو او د پیښې د څرنګوالي او د وژل شوي سرتیري د هویت په اړه د معلوماتو ورکولو نه ډډه کړې ده .
د ویلو ده چې د روان کال په ترڅ کې په افغانستان کې د وژل شوو بهرنیو سرتیرو شمیره ۵۱ تنو ته لوړه شوه چې ۳۸ تنه يي امریکایان دي .
په پام کې ده چې د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونو د روان کال په پای کې د افغانستان نه بهر شي. د افغانستان ټول امنیتي واک پخپله افغان ځواکونو ته وسپارل شي. ددې نیټه وروسته به افغان پولیس او اردو د طالبانو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه